ایکنا- د «قدس حافظه»نومې ټولګه د نولسمې پېړۍ له وروستیو څخه تر نن ورځې پورې د تاریخي انځورونو په ټولولو سره د فلسطین د معمارۍ، ټولنیزو او کلتوري بدلونونو انځوریز روایت وړاندې کوي. دا هغه پروژه ده چې یوه اردني تاریخپوه د کابو د درو لسیزو څېړنو او مستندسازۍ پر بنسټ، د فلسطین د تاریخي میراث د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د لېږدولو په موخه پر مخ وړې ده.
د ایکنا خبري اژانس د انادولو خبري اژانس په حواله راپور راکوي چې د «قدس حافظه» نومې ټولګه د نولسمې میلادي پېړۍ له وروستیو څخه تر نن ورځې پورې د تاریخي انځورونو په ټولولو سره د فلسطین د معمارۍ تاریخ او ټولنیزو بدلونونو ته یوه پراخه کړکۍ پرانیزي. دا پروژه د اردني تاریخپوه «محمد هاشم غوشه» له خوا د کلونو څېړنو او مستندسازۍ په ترڅ کې رامنځته شوې او د فلسطین د تاریخي میراث د ثبت او ساتنې په برخې کې پر یوه له سترو هڅو بدله شوې ده.

دغه ټولګه د فلسطین تاریخي بهیر د عثماني دورې او د بریتانیا تر قیمومیت لاندې له دورې څخه رانیولې، د فلسطین پر ځینو برخو د اردن د واکمنۍ تر پړاو، د فلسطینیانو تر مقاومت او د دې خاورې تر سیاسي او ټولنیزو بدلونونو پورې څېړي.
هغه تاریخي انځورونه چې غوشه په ډېر دقت غوره کړي، د انادولو خبري اژانس آرشیف ته ورزیات شوي دي، څو عام خلک، څېړونکي او د قدس او فلسطین د تاریخ مینهوال ورته لاسرسی ولري.

د ویجاړېدو مخکې د غزې او قدس د تاریخي آثارو مستندسازي
غوشه د کابو ۳۰ کلونو څېړنو او فعالیتونو په ترڅ کې په غزې او قدس کې د اسلامي او مسیحي تاریخي آثارو یوه د پام وړ برخه مستند کړې ده.
هغه په دې بهیر کې د فلسطین د بېلابېلو تاریخي ودانیو، په ځانګړې توګه په غزه او قدس کې د ودانیو، د انګڼونو، مقطعو او د ودانیزو جوړښتونو نقشې او معمارۍ نقشې چمتو کړې دي. د دغو ودانیو یو شمېر د اسرائیلو د بریدونو له امله زیانمنې شوې یا په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.
په دغو آثارو کې د غزې عمري جامع جومات او د سید هاشم جومات یادولی شو، چې اوس بیا رغونې ته اړتیا لري. کلیساګانې، د ابن مروان جومات، د غزې تړانګې نور جوماتونه، مقبرې، تاریخي ښونځي او لرغوني کاروانسرایونه هم په دې لړ کې شامل دي.
تاریخي عکسونه؛ د فلسطینیانو د ورځني ژوند سندونه!
دغه تاریخپوه تاریخي عکسونو ته ځانګړی ارزښت ورکوي او هغه د فلسطین د تاریخ او میراث د مطالعې له اساسي سرچینو څخه ګڼي؛ ځکه انځورونه،د خلکو د ورځني ژوند، دودونو او رواجونو، او د دې خاورې د معمارۍ د بدلونونو په اړه داسې جزئیات څرګندولی شي چې په نورو سرچینو کې یې موندل ستونزمن وي.

د غوشه په وینا، هغو سیلانیانو چې د نولسمې پېړۍ له مهال څخه فلسطین ته سفرونه کول، خپلې کیمرې به ئې له ځان سره وړلې او د بېلابېلو سیمو عکسونه به یې اخیستل.
دغه انځورونو وروسته د فلسطین د تاریخ د مهمو برخو د پېژندلو زمینه برابره کړه؛ داسې برخې چې یوازې د لیکلو اسنادو له لارې یې پېژندل ممکن نه وو.
د «قدس حافظه» نومې ټولګه په پنځو ټوکونو کې خپره شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4383449