IQNA

9:40 - October 22, 2026
د خبر لمبر: 3493514
  د  کلتوري چارو د وزیر په شتون کې!

د استاد احصائې په خط د قرآن کریم د کتابت د اثر مخ کتنه

ایکنا- د استاد محمد احصایي په خط د قرآن کریم د کتابت د اثر د پرانیستې مراسم د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد  د وزیر په شتون کې ترسره شول.

احصایی اثر

 ایکنا خبري اژانس د حکومت د اطلاع‌رسونې د وېبپاڼې په حواله راپور  راکړی چې د «د استاد سیدمحمد احصایي په خط د قرآن کریم د کتابت» د اثر د پرانیستې مراسم د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد وزیر سیدعباس صالحي او استاد احصایي په شتون کې، د چهارشنبې په ورځ، د تهران د اوسمهالههنرونو په میوزیم کې ترسره شول.

قرآن کریم د استاد سیدمحمد احصایي له خوا  د محقق خط په لیکدود لیکل شوی دی. دغه ځانګړی اثر په ۲۶۵۵ مخونو کې، د څه باندې یوې لسیزې په مودې کې کتابت شوی دی. د دې هنري اثر د تذهیب، تزئیني آرایې، چاپ او صحافت چارې هم د خپل ډول له کم‌ساريکیفیت او دقت سره، د یوې متخصصې ډلې په لارښوونې سره ، په څه باندې شپږو کلونو کې بشپړ شوې دي.

دا اثر د یوه بې‌ساري هنرمند له لورې د معرفت او پوهې د ځلا یوه عاشقانه هنري هڅه ده چې د ایران د کلتور او هنر په تاریخ کې به تلپاتې پاتې شي.

د دې اثر ځانګړې ننداره به د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۳۰ ، پنجشنبه، او د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه، جمعه، د تهران د اوسمهاله هنرونو په میوزیم کې د عامو خلکو پر مخ پرانیستې وي.

 https://iqna.ir/fa/news/4383934

captcha