IQNA

9:52 - October 22, 2026
د خبر لمبر: 3493515

د شارجې په کلتور چوک کې د قرآن کریم د یادګار د بنسټ نصب

ایکنا- د متحده عربي اماراتو د شارجې واکمن د شارجې په کلتورچوک کې د قرآن کریم د یادګار د بنیاد  د نصبولو خبر ورکړ او ټینګار ئې وکړ: «مونږ دا بنسټ په میدان کې ایښی دی، ځکه قرآن د مسلمانانو د اساسي قانون حیثیت لري.

شارجه چوک

  ایکنا خبري اژانس د «التواصل»   رسنۍ په حواله راپور  راکړی چې د شارجې واکمن او د متحده عربي اماراتو د عالي شورا غړي، شیخ سلطان بن محمد القاسمي، څرګنده کړه چې د قرآن کریم یادګاري بنسټ د شارجه په کلتور  چوک میڼځ کې ځلېږي او دا حقیقت څرګندوي چې قرآن د مسلمانانو د اساسي قانون په توګه عمل کوي.

هغه زیاته کړه چې دغه میدان په بېلابېلو نومونو، لکه د «کلتور میدان»، د «قرآن میدان» او د «کتاب میدان یا چوک » په نومونو پېژندل کېږي او دا ټول نومونه سم دي، ځکه قرآن د خداي تعالی سپېڅلی کتاب دی.

القاسمي د خپلو نویو فرهنګي خپرونو په اړه هم خبرې وکړې او د «جامعه عربي دایرةالمعارف» د دویم ټوک د خپرېدو یادونه یې وکړه. هغه وویل چې دغه ټوک به د شارجه د نړیوال کتاب نندارتون په پنځه څلوېښتم  پړاؤ کې، چې د نومبر په څلورمه نېټه د شارجېد نندارتونونو په مرکز (اکسپو شارجه) کې پیلېږي، د لاسرسي وړ وي.

د شارجه واکمن د متحده عربي اماراتو له «خط مستقیم»  ټيلیویژني پروګرام  سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل: «مونږ غواړو د شارجه د کلتور د میدان په اړه ځینې څرګندونې وکړو. موږ په دې میدان کې د قرآن یو سمبول ایښی دی، ځکه قرآن د مسلمانانو د اساسي قانون حیثیت لري.»

هغه زیاته کړه چې ډېر کسان د امام احمد بن حنبل جومات له لورې د میدان بلې غاړې ته د تېرېدو لپاره له سړک څخه اوړي. په دې کار سره دوي خپل ژوند له خطرې سره مخ کوي او د ګلانو او شنو ساحو له منځه په تېرېدو سره هغوی ته زیان هم رسوي.

نوموړي وویل چې د دې ستونزې د حل لپاره ئې د پلي تګ راتګ یو تر ځمکې لاندې تونل د جوړولو چارې پیل کړې دي.

القاسمي څرګنده کړه چې دغه لاره د جومات له نږدې سیمې څخه پیلېږي او د کنکریټي تېرېدونکي لارې په لور غځېږي، چې بیا د قرآن کریم د یادګاري بنسټ پر لور دوام مومي. دغه بنسټ پخپله د یوې دایروي لارې   یا څلور لارې په منځ کې موقعیت لري.

هغه وویل چې قراردادي شرکت اوس هم په ساحه کې شتون لري او د پروژې د بشپړولو په چارو بوخت دی.

د هغه په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به خلک وکولای شي په خوندي او ارام ډول د میدان له یوې غاړې بلې ته واوړي او عکسونه واخلي، پرته له دې چې د ترافیکو په بهیر کې خنډ رامنځته کړي یا شنو ساحو ته زیان ورسوي.

 https://iqna.ir/fa/news/4383880/

captcha