IQNA

6:52 - October 25, 2026
د خبر لمبر: 3493528

له فلسطین سره د پیوستون په کنفرانس کې د ګډون لپاره د ګوارډیولا غوښتنه

د مانچسټر سیټي فوټبال لوبډلې پخواني روزونکي د اسرائیلي رژیم دبایکاټ په اړه د اروپا په سیمه‌ییز کنفرانس کې د پراخ ګډون غوښتنه کړې ده.

ګواردیولا

د ایکنا د راپور له مخې، چې د انادولو خبري اژانس په حواله خپور شوی،راغلی دي ، پپ ګوارډیولا، د مانچسټر سیټي پخواني روزونکي، د بایکاټ، له پانګونې څخه د ډډې کولو او بایکاټ غورځنګ (BDS) په اړه د اروپا په سیمه‌ییز کنفرانس کې د پراخ ګډون غوښتنه کړې ده. ټاکل شوې چې دغه کنفرانس د نومبر له ۱۸  څخه تر ۲۰  پورې د هسپانیا په بارسلونا ښار کې ترسره شي.

ګواردیولا د جمعې په ورځ په خپل انسټاګرام  اکاؤنټ کې په یوه خپاره شوي ویډیویي پیغام کې خپلې خبرې د بریتانوي لیکوال جان برجر د افکارو په یادولو پیل کړې. نوموړي د فلسطینیانو مبارزه د بې‌عدالتۍ پر وړاندې د مقاومت په چوکاټ کې څېړلې وه.

ګوارډیولا وروسته د BDS غورځنګ مخینه او له فلسطینیانو سره د نړیوال پیوستون په  یوځای کولو  کې د دغه غورځنګ رول وڅېړه.

هغه څرګنده کړه چې دغه غورځنګ په ۲۰۰۵ کال کې په سویلي افریقا کې د اپارتاید یاتوکمپال  توپیر پر ضد له مبارزې څخه په الهام اخیستلو پیل شو. له هغه وخت راهیسې پر یوه نړیوال پیوستون‌غورځنګ بدل شوی، چې د فلسطینیانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د دباؤ  د اچولو  د وسیلو په توګه د بایکاټ، له پانګونې څخه د ډډې کولو او تحریم ملاتړ کوي.

ګوارډیولا یادونه وکړه چې دغه غورځنګ هڅه کوي د سوله‌ییزو کمپاینونو له لارې د حساب‌ورکونې او عدالت غوښتنې لپاره د خلکو او بنسټونو ملاتړ  ټول کړي. د دغه غورځنګ د اعلان شویو موخو له مخې، په دغو موخو کې د نیواک  پای ته رسول، د برابرۍ ترلاسه کول، د فلسطیني کډوالو د بېرته ستنېدو د حق تضمین او د نړیوالو قوانینو د درناوي غوښتنه شامله ده.

دغه هسپانوي روزونکي یو ځل بیا د بارسلونا په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه. تمه ده چې په دغه کنفرانس کې به د اروپا او نورو هېوادونو فعالان، د فلسطینیانو د حقونو مدافعان، د پوهنتونونو استادان او څېړونکي، هنرمندان، حقوقي متخصصان او خبریالان سره راټول شي، څو له فلسطینیانو سره د نړیوال پیوستون د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړي او د هغوی د حقونو د ملاتړ لپاره ستراتیژۍ جوړې کړي.

ګواردیولا د امریکایۍ فعالې انجیلا ډیویس خبرو ته هم اشاره وکړه، چې د فلسطین د قضیې او د عدالت لپاره د نړیوالې مبارزې ترمنځ اړیکې یې بیان کړې دي. هغه د اقدام کولو او د بې‌عدالتۍ د ردولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د بایکاټ، له پانګونې څخه د ډډې کولو او تحریم غورځنګ (BDS) یو فلسطیني نوښت دی، چې په ۲۰۰۵ کال کې د مدني ټولنې د سازمانونو له خوا د اسرائیل پر وړاندې د اقتصادي، کلتوري او علمي فشار راوړلو لپاره پیل شو. دغه غورځنګ په سویلي افریقا کې د اپارتاید پر ضد له نړیوالو کمپاینونو څخه الهام اخیستی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4384428

captcha