ایکنا- په قطر کې د کټارا کلتوري کلي بنسټ اعلان وکړ چې د کټارا له خوا د قرآن کریم د تلاوت د جایزې په لسم پړاو کې د ګډون لپاره د ۶۰ هېوادونو ۱۳۰۴ کسانو نوملیکنه کړې ده. ټاکل شوې چې د دغو سیالیو خپرونې د روژې په مبارکې میاشتې کې خپرې شي.
ایکنا خبري اژانس د «مرسال قطر» له قوله راپور راکړی، د دغو سیالیو دا پړاو د «په خپل غږ قرآن ښکلی کړئ» په شعار سره ترسره کېږي. د دغو سیالیو موخه د قرآن کریم د تلاوت په برخې کې د غوره او وړ استعدادونو موندل او د تجوید د اصولو د مراعاتولو لپاره د قاریانو هڅول دي.
دغه بنسټ په یوې اعلامیې کې څرګنده کړې چې په ګډونوالو کې د ۱۸ عربو هېوادونو ۵۷۰ کسان او د ۴۲ غیرعربو هېوادونو ۷۳۴ کسان شامل دي. د لومړي ځل لپاره په دې جایزه کې د غیرعربي هېوادونو د ګډونوالو شمېر د عربي هېوادونو له ګډونوالو څخه زیات شوی دی.
د ارزونې یوه کمېټه به د نوملیکونکو کسانو د اسنادو او وړتیاوو له څېړلو او ارزولو وروسته ۱۰۰ کسان د ګډون لپاره وټاکي او معرفي به ئې کړي.
له دغو ۱۰۰ کسانو څخه به ۱۵ تنه په دوحې کې د سیالیو په وروستي پړاو کې د ګډون لپاره غوره شي. وروسته به د پروګرام له هرې برخې څخه یو ګډونوال وروستي پړاو ته لاره پیدا کړي.
د سیالیو په پاي کې به د کټارا د جایزې درې غوره ګټونکي اعلان شي. د دغو سیالیو بېلابېلې برخې به د قطر له ټیلوېژن سره په همکارۍ، د یوه ځانګړي پروګرام په ترڅ کې د روژې په مبارکې میاشت کې خپرې شي.
د دې جایزې د قضاوت پلاوی شپږ غړي لري. په دوي کې درې تنه د قرآن کریم د قرائت، تجوید د اصولو او تلاوت معتبر متخصصین دي، او درې نور د قرآني مقاماتو، غږ، نغمو او د تلاوت د غوره اداء متخصصین دي.
د کتارا کلتوري کلي بنسټ به د دغو سیالیو د لومړي مقام د ګټونکي له خوا د ټول قرآن کریم د تلاوت یوه سيډي هم تولید کړي.
د کټارا د قرآن کریم د تلاوت د سیالیو ټوله جایزه ۸۰۰ زره قطري ریاله ده. د جایزو وېش په دې ډول دی:
• لومړی مقام: ۵۰۰ زره قطري ریاله.
• دویم مقام: ۲۰۰ زره قطري ریاله.
• دریم مقام: ۱۰۰ زره قطري ریاله.
د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارت په ۲۰۱۷ کال کې د کټارا د قرآن کریم د تلاوت د جایزې له پیل راهیسې د دې سیالیو رسمي ملاتړ کوونکی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4384903