ایکنا- د مسجدالحرام او مسجد نبوي چارو عمومي ادارې په مسجد نبوي (ص) کې د زیارت کوونکو د تګ راتګ د اسانتیاؤ لپاره د لارښوونې د یوه مدغم سیستم د فعالولو خبر ورکړی دی.
د ایکنا د راپور له مخې، چې د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس «واس» په حواله ئې راکړی ، راغلي دي، د مسجدالحرام او مسجد نبوي چارو عمومي ادارې په مسجد نبوي او اړوندو تأسیساتو کې د ځایونو د پېژندنې او لارښوونې یو مدغم سیستم چمتو کړی دی.
په دغه سیستم کې ۲۷۴ لارښوونکې نښې او ۱۰۶ برېښنائي ښودونکې پَردې شاملې دي، چې د ځایونو او خدماتو موندل او د زیارت کوونکو تګ راتګ اسانه کوي.
دغه سیستم یو واحد بصري هویت او د رنګونو په اساس کوډبندي لري، چې د لارښوونو لوستل او د موخو او منزلونو ټاکل اسانه کوي.
برېښنائي پرَدې د واریدولو لارښوونې، منع شوي چلندونه او د دروازو او ورودي لارو شېبهيي وضعیت هم ښئي، څو زیارت کوونکي په اسانه مناسبه لاره ټاکلی شي.
دغه خدمات د تګ راتګ په منظمولو، د تأسیساتو له ظرفیت څخه په ښه ګټې اخیستنې او د مسجد نبوي د زیارت کوونکو لپاره د لا مناسب چاپېریال په برابرولو کې مرسته کوي.
دا اقدام د لارښوونې او ډیجیټلي خدماتو د پراختیا، او د زیارت کوونکو او لمونځ کوونکو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو د کیفیت د لوړولو په چوکاټ کې ترسره شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4385166