IQNA

13:57 - October 28, 2026
د خبر لمبر: 3493544

په استانبول کې د عثماني پړاؤ د یوه جومات بیارغونه

ایکنا - د استانبول ښاروالۍ په هڅو د عثماني پړاؤ  اړوند یو تاریخي جومات د بیارغونې په حال کې دی.

جومات استانبول بیا رغول

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «ډیلي صباح» ورځپاڼې په حواله ئې راکړی ،راغلی دي، د «بوستانجیلار تابخانه‌سي» (Bostancılar Tabhanesi) په نوم دغه جومات، چې د «یدکچیلار» (Yedekçiler) جومات په نوم هم پېژندل کېږي او کابو  ۷۰ کاله وړاندې تړل شوی و، اوس مهال د استانبول په  «سرای‌بورنو» (Sarayburnu) سیمې کې د بیارغونې په حال کې دی.

دغه جومات د سلطان سلیمان قانوني د واکمنۍ پر مهال د ماڼۍ د ناروغو بڼوالو د استفادې لپاره جوړ شوی و. دغې ودانۍ د توپکاپي ماڼۍ د ساحلي دېوالونو بهر، د سرای‌بورنو او آحیرکاپي (Ahırkapı) سیمو ترمنځ موقعیت درلود.

دغه ودانۍ د ۱۹۵۰مې لسیزې په اوږدو کې د ساحلي سړک د جوړولو د عملیاتو پر مهال ونړول شوه.

د بیارغونې چارې د فاتح ولسوالۍ د ښاروالۍ په مسؤولیت ترسره کېږي. د دې پروژې موخه دا ده چې دغه ودانۍ د استانبول د تاریخي او کلتوري میراث د یوې برخې په توګه بېرته ښار ته ور وګرځول شي.

دغه جومات د پېړیو په اوږدو کې د عبادت ځای و او د عثماني ماڼۍ په شاوخوا کې یې د ورځني ژوند یوه برخه جوړوله. د دې جومات تاریخ د هغو بدلونونو انعکاس هم دی چې د څو لسیزو په ترڅ کې د استانبول په تاریخي منظرې کې رامنځته شوي دي.

د ښاري پراختیا هغو پروژو چې د ۱۹۵۶ او ۱۹۶۰ کلونو ترمنځ پلې شوې، د سرای‌بورنو د ساحلي کرښې او ښاري جوړښت بڼه بدله کړه. دغو پروژو نه یوازې د سیمې د ټرانسپورټي چینل بڼه بدله کړه، بلکې تاریخي څېره ئې هم د تل لپاره واړوله.

څېړنیزې مطالعې ښئي چې دغه جومات هم له هغو ودانیو څخه و چې په همدې پړاؤ  کې د ساحلي سیمې له مخه ورک شو. د دغو ودانیو پخواني موقعیتونه اوس د تاریخي عکسونو له لارې پېژندل شوي دي.

د فاتح ولسوالۍ ښاروال، محمد ارګون توران، له انادولو خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د «بوستانجیلار تابخانه‌سي» جومات یوازینی جومات ؤ چې د استانبول د ساحلي دېوالونو څخه سمدستي بهر ئې موقعیت درلود.

هغه وویل: «کله چې به تاسې د اسکودار له لورې یا د سمندر له لارې دې خوا ته راتلئ، نو دا لومړنی جومات و چې مناره به یې تر سترګو کېدله. خو دغه ودانۍ د ۱۹۳۰ لسیزې له پیل راهیسې د ورانېدو په حال کې وه. مناره ئې د ۱۹۴۰  لسیزې په اوږدو کې ونړول شوه او د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰  کلونو په اوږدو کې د ساحلي سړک په جوړېدو سره جومات په بشپړه توګه له مینځه ولاړ.

توران زیاته کړه: اوس مونږ  ډېر خوښ یو چې له نږدې ۱۰۰ کلونو وروسته دغه جومات د استانبول ښاري منظرې ته بېرته ور ګرځوو. موږ د دې جومات عکسونه په ګڼو اسنادو کې لرو، موقعیت یې پر نقشو مشخص شوی او په زړو انځورونو کې هم لیدل کېږي.

هغه د نیکونو د ټو لو تاریخي آثارو د بیا راژوندي کولو موخې ته په اشارې سره وویل: «موږ د هغو جوماتونو د جوړولو یا بیارغونې لپاره چې مرمت یې کوو، له عامه بودجې څخه هېڅ استفاده نه کوو؛ بلکې لګښتونه ئې خیرین تأمینوي. تر اوسه مو د اتو جوماتونو د بیارغونې چارې بشپړې کړې دي او اوس مهال د همدې ډول لسو نورو جوماتونو د مرمت چارې روانې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4385163/

captcha