د ایکنا خبري اژانس د ینېشفق د راپور له مخې، ځايي پولیس د موضوع د څېړلو لپاره په کیلیفورنیا کې جومات ته واستول شول. چارواکو د عامه خوندیتوب خبرداری هم خپور کړ او د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره یې د سیمې شاوخوا لارې او ځایونه په لنډمهاله توګه وتړل.
د سنډیاګو پولیسو دا احتیاطي اقدام په اېکس (X) ټولنیز چینل کې اعلان کړ او وې لیکل: د احتیاطي تدبیر په توګه، د سنډیاګو اسلامي مرکز دا مهال قرنطینه شوی دی. د پولیسو افسران په سیمې کې موجود دي، څو د ټولو کسانو امنیت ډاډمن کړي.
د اېبيسي چینل د راپور له مخې، د کیلیفورنیا چارواکو د ګواښ پیغام تر ترلاسه کولو سمدستي وروسته د سنډیاګو اسلامي مرکز قرنطینه کړ.
د پولیسو مرکز د هغو ماشومانو والدینو ته، چې د دغه مرکز په ښوونځي کې یې زده کړې کولې، خبر ورکړی او له خلکو ئې وغوښتل چې د څېړنو د دوام پر مهال له دغې سیمې څخه لېرې پاتې شي.
د راپور له مخې، د دغه مرکز قرنطینه کېدل په امریکا کې په دیني بنسټونو کې د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا ښکارندویي کوي؛ هغه بنسټونه چې په وروستیو کلونو کې له مخ پر زیاتېدونکو هدفمندو ګواښونو سره مخ شوي دي.
د سنډیاګو اسلامي مرکز د سیمې د مسلمانې ټولنې لپاره مهم رول لري او په دې مرکز کې ښوونیز پروګرامونه او ورځني لمونځونه ترسره کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4385425