ایکنا- عراقي خطاط او هنرمند، احمد سعید، د مصر د نامتو قاري شیخ محمد صدیق منشاوي له تلاوتونو سره ځانګړې مینه لري. د منشاوي تلاوتونه د هغه د هغو هنري اثارو د الهام سرچینه ګرځېدلي چې په ګڼو جوماتونو کې یې پنځولي دي.
د ایکنا خبري اژانس د عراقي نیوز د راپور له مخې، احمد سعید د شیخ محمد صدیق منشاوي له خشوع او معنویت ډکو تلاوتونو دومره اغېزمن شوی چې هره ورځ تر ساعتونو پورې ورته غوږ نیسي. همدغه تلاوتونه د هغه د ښکلو هنري اثارو الهامبخښونکي دي؛ هغه اثار چې له روحانیت او ایمان څخه ډک دي.
نوموړی د «ثلث» خط له هنر سره ژوره مینه لري او باور لري: «څوک چې پر دې خط برلاسی نه شي، د دې وړ نه دی چې خطاط ورته وویل شي.»
دا هنرمندپه ۱۹۵۷ کال کې د عراق په سلیمانیه ښارکې زېږېدلی دی.له عربي خطاطۍ سره ئې تړاو د ماشومتوب وختونو ته ورګرځي؛هغه مهال چې د خپل ښکلي خط له امله د شاوخوا خلکو ترمنځ پېژندل شوی و.

احمد، چې غوښتل ئې خپل خدای ورکړی استعداد وروزي، خپلې ورځې به ئې د سلیمانیه ښار د یوه نامتو خطاط، «محسن السید ثمین» (۱۹۲۱–۱۹۷۷)، د دوکان مخې ته تېرولې. هغه به په ډېر دقت د استاد د لاسونو حرکتونه څارل، کله چې نوموړي به لوحې او کتیبې جوړولې.
وروسته، د دې هنر د اصولو او قواعدو د زده کړې او پرې د برلاسي کېدو لپاره، هغه د نامتو خطاط «هاشم محمد بغدادي» تعلیمي رسالې ولوستې. هاشم محمد بغدادي د «هاشم خطاط» په نوم هم مشهور و او د ۱۹۲۱ او ۱۹۷۳ کلونو ترمنځ ئې ژوند کړی و.
د خپل تره زوی او ملګري «رفیق صالح» په هڅونه، احمد د نجف ښار یوې هنري مؤسسه ته ولاړ. هلته یې د دې مؤسسې له خطاطۍ استاد «جاسم حمود النجفي» سره ولیدل.
احمد په دې اړه وايي:ما د استاد جاسم النجفي له لیدنو او لارښوونو څخه ډېره ګټه واخیسته، چې د خپل ملګري رفیق صالح له لارې راته رسېدل.
هغه زیاتوي چې استاد النجفي د عربي خطاطۍ په برخې کې ګڼې سرچینې راکړې، چې زما د مهارتونو په لا پیاوړتیا کې یې مرسته وکړه.
د خپلو مهارتونو له پرمختګ سره سم، احمد سعید د خطاطۍ پر بنسټیزو اصولو او قواعدو، په ځانګړې توګه د ثلث، نسخ، دیواني او رقعه خطونو، برلاسی شو.
نوموړي په ځانګړې توګه په ثلث خط کې لوړ مهارت ترلاسه کړ. دا خط د خپلو سختو قواعدو او دقیقو تناسبونو له امله د عربي ـ اسلامي خطاطۍ له تر ټولو ستونزمنو خطونو څخه ګڼل کېږي.
دا خط د خپل انعطاف، پیاوړي جوړښتي نظم او په ترکیببندۍ کې د خلاقیت او نابغې وړتیا ته د اړتیا له امله هم شهرت لري.
د دې خط یوه بڼه «ثلث جلي» یا په غټو قلمونو لیکل شوی ثلث دی، چې خطاط ته د کړیو په جوړولو او د پېچلو ترکیبونو په ترتیبولو کې د عمل پراخه ازادي ورکوي.
دا سټایل معمولاً په لویو کتیبو، د ودانیو پر ډبرینو لیکنو، د قرآن کریم په کتابت او د جوماتونو او دینی ځایونو په سینګارولو کې کارول کېږي.
د احمد سعید احمد هنري وړتیاوې ورو ورو لا وغوړېدې او زمینه ئې ورته برابره کړه چې په سلیمانیه ښار او له هغه څخه بهر په ګڼو نندارتونونو کې ګډون وکړي.
نوموړي په لومړي ځل په ۱۹۸۳ کال کې، له درو نورو خطاطانو سره یوځای، خپل اثار نندارې ته وړاندې کړل. د هغه وخت د رسنیو غبرګون د دوی د اثارو په اړه مثبت و.
له دې وروسته، احمد سعید په ګڼو نورو هنري نندارتونونو او پروګرامونو کې هم ګډون وکړ.
https://iqna.ir/fa/news/4385481