ایکنا – د ایران ددرستو وسلهوالو ځواکونو لوي قوماندان له لوړپوړو قوماندانانو سره په کتنې کې، د هوښیار او سمارټ جنګي چمتووالي پر ساتنې او پیاوړتیا په ټینګار سره څرګنده کړه، چې وسلهوال ځواکونه باید له دښمنانو سره د پیاوړې مقابلې لپاره چمتو وي او هر احتمالي ګواښ ته په سمدستي، اغېزشیندونکي او له جغرافیائي محدودیت پرته ځواب ورکړي.
ایکنانیوز د رهبرۍ د دفتر د اطلاع رسونې د څانګې له قوله راپور راکړ،د ایران د وسلوالو ځواکونو لوړپوړو قوماندانانو د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د درستو وسلهوالو ځواکونو ستر قوماندان حضرت آیت ا... سید مجتبی حسینی خامنه اي سره په کتنې کې په وروستیو حالاتو او بدلونونو بحث او ارزونه وکړه
د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دغې لیدنې کې «له دښمنانو سره د قدرتمنې مقابلې لپاره هوښیار او ځير پوځي چمتووالی،د « زیاتره قدرتمن او پیاوړي مخه نیونکي اقدام یو ضرورت وباله او ټینګار ئې وکړ، چې هر ډول او په هره کچه ګواښ باید له سمدستي، اغېزشیندونکي او له جغرافیائي محدودیت پرته ځواب سره مخ شي.
حضرت آیتا... سیدمجتبی حسینی خامنهاي روښانه کړه: که دښمنان یو ځل بیا پوځي یا ترهه ګر یرغلونه پیل کړي، نو دا به د ایران د اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه او د ایران ملت وي، چې د دغو بریدونو پای ته د رسېدو وخت او شرایط ټاکي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو ستر قوماندان همدارنګه د پوځي استخباراتي جوړښت پر پیاوړتیا، د «پوځي نظرئې » او «تاکتیکونو» په دواړو برخو کې د داخلی دفاعي قدرت پر ژورتیا او پیاوړتیا، د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د دفاعي او امنیتي وړتیاوو پر پرمختګ، د معنوي بنسټونو او جهادي روحیې پر پیاوړتیا، او په ورته وخت کې د وسلهوالو ځواکونو د معیشتي اړتیاوو او ملاتړ د برابرولو لپاره پر نه ستړې کېدونکو هڅو ټینګار وکړ.
د وسلهوالو ځواکونو سرقوماندان د لارښوونو په یوې بلې برخې کې پرېکړه وشوه، چې د ټارګټونو لېسټ باید داسې نوی او تازه شي، چې د امریکائي ـ صهیونیسټي دښمن هر ډول مادي او غیرمادي شتمنۍ د وسلهوالو ځواکونو په شیشت کې راتللی شي.

هغه له وسلهوالو ځواکونو څخه د ملي ملاتړ موضوع، د ایران ضده بهرنیودښمنانو او د هغوی د داخلی تالی څټو پر وړاندې یو مخه نیونکی ځواک وباله او زیاته ئې کړه: په میدانونو او سړکونو کې د ملت د اتهمیاشتني شتون دوام، د اتهکلنې سپېڅلې دفاع دوام دی ؛ داسې دفاع چې د پوځي ځواکونو، پولیسو او بسیجیانو د ټینګ هوډ او مقاومت ترڅنګ ئې د ایران له ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي نظام څخه ساتنه کړې او په راتلونکي کې به ئې هم وکړي.
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر په بېلابېلو هېوادونو کې د مقاومت د جبهې هوښیار او ځير مقاومت د مننې ترڅنګ، د بېلابېلو ډګرونو یووالی،د لوېدیځې آسیا د نوي سیاسي او امنیتي نظم په رامنځته کېدو کې یو پرېکنده او سټراتیژیک اغېزشیندونکی عامل وباله.
هغه هیله څرګنده کړه، چې دغه نوی نظم به د اسلامي تمدن د رامنځته کېدو لپاره د اسلامي ملتونو او حکومتونو د لا زیات یووالي زمینه برابره کړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز تورن جنرال عبداللهي، د ایران د پوځ عمومی قوماندان جنرال امیر حاتمي او د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قوماندان تورن جنرال احمد وحیدي، له سرقوماندان سره په دغې لیدنې کې د هېواد د مدافعانو د چمتووالي په اړه راپورونه وړاندې کړل.
په دغو راپورونو کې د فارس خلیج پر سواحلو، د هرمز تنګي په عملیاتي سیمو، د عمان په سمندرګي او د هېواد په شماللوېدیځو او سوېلختیځو سرحدونو کې د دفاعي ځواکونو د چمتووالي وضعیت شامل و. همدارنګه دوی د بېلابېلو مهماتو او کشفي، ملاتړ کوونکو او جنګي وسلو د تولید د څو برابره زیاتوالي په اړه هم د راپور وړاندې کولو ویاړ ترلاسه کړ.
د وسلهوالو ځواکونو سرقوماندان په ترسره شویو فعالیتونو د خوښۍ په څرګندولو سره، له لوړپوړو پوځي قوماندانانو وغوښتل، چې د هغه مننه او رضایت دې ټولو پوځي، انتظامي او بسیجي ځواکونو، د دغو اورګانونو کارکوونکو، د دفاع وزارت کارکوونکو او د هغوی درنو کورنیو ته ورسوي.
https://iqna.ir/fa/news/4386020