ایکنا- د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارت په نوښت، د شیخ جاسم بن محمد بن ثاني د قرآن کریم د حفظ یو دېرشم پړاو سیالۍ پیل شوې.
ایکنا خبري اژانس د قطر د خبري اژانس (QNA) په حواله راپور راکړی، چې دغه سیالۍ د لړم د میاشتې په نهمه نېټه، د قطري نارینه او ښځینه وګړو لپاره د قرآني سیالیو له پیلېدو سره سم رسماً پیل شوې.
په دغه پړاو کې ۱۰۷۳ ګډونوال د قرآن کریم د حفظ په پنځو کچو کې له یو بل سره سیالي کوي.
لومړنۍ سیالۍ، چې څلور ورځې به دوام وکړي، یعنی د سېشنبې تر ورځې پورې روانې وي او ګډونوال به د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د ازموینې په غونډو کې برخه واخلي.
د نارینهوو ازموینې د مازدیګر په وختونو کې د «امام محمد بن عبدالوهاب» په جومات کې ترسره کېږي؛ خو د ښځو ازموینې د سهار او مازدیګر په وختونو کې د «الدعوة او دیني لارښوونې ادارې» اړوند د ښځو د فعالیتونو په مرکز کې، چې د «الوعب» په سیمې کې موقعیت لري، اخیستل کېږي.
د نوملیکنې په ترسره کوونکو ګډونوالو کې ۶۱۹ ښځې او ۴۵۴ نارینه دي.
دغه سیالۍ په پنځو کچو کې ترسره کېږي، چې ګډونوال باید په ترتیب سره د قرآن کریم ۵، ۱۰، ۱۵، ۲۰ یا ۲۵ سپارې حفظ ولري.
د سیالیو دغه جوړښت هر ګډونوال ته دا زمینه برابروي، چې د خپل حفظ له کچې سره سم په مناسبې برخې کې سیالي وکړي او په راتلونکو پړاوونو کې د خپل توان او وړتیا کچه لوړه کړي.
د شیخ جاسم د قرآن کریم د سیالیو کمېټې مرستیال، شیخ عبدالرحمن بن عبدالعزیز آل ثاني ټینګار وکړ، چې دغه سیالۍ د قرآن کریم د حافظانو د روزنې او د قطري استعدادونو د غوړېدو لپاره یوه ملي لاره برابروي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو سیالیو موخه د ګډونوالو لپاره د هڅونې داسې فضا رامنځته کول دي، چې د حفظ مهارتونه پیاوړي کړي او په پای کې د ټول قرآن کریم د حفظ کولو وړتیا ترلاسه کړي.
شیخ عبدالرحمن څرګنده کړه، چې د سیالیو اصول او مقررات ګډونوالو ته دا فرصت برابروي، څو لوړو کچو ته لار ومومي. د ده په وینا، دغو سیالیو تر اوسه ډېر تکړه حافظان روزلي دي، چې ځینو ئې د پرمختګ په پایلې کې د ټول قرآن کریم د حفظ په کچه سیالیو ته لاره موندلې ده.
هغه زیاته کړه، چې ځینې روزل شوي حافظان په نړیوالو قرآني غونډو او سیالیو کې د قطر استازیتوب کوي او دغه سیالۍ توانېدلې دي، چې ملي استعدادونه د هېواد په جوماتونو کې د امامانو په توګه د خدمت لپاره وروزي او چمتو کړي.
دغه قطري چارواکي همداراز وویل، چې د سیالیو څارنه ۱۶ پلاوي کوي، چې په مساوي توګه د نارینه او ښځینه ګډونوالو ترمنځ وېشل شوي دي. د یادونې وړ ده، چې ټول قاضیان قطریان دي؛ دا چاره په هېواد کې د روزل شویو کورنیو قرآني استعدادونو او تخصصونو بنسټیز رول څرګندوي.
دغه سیالۍ د قطر د اوقافو وزارت د هغو پراخو هڅو یوه برخه هم ده، چې موخه ئې د قرآني فرهنګ دودول او د استعدادونو روزنه ده. دغه هڅې د ۲۰۲۵ – ۲۰۳۰ کلونو له ستراتیژیک پلان او د قطر د ملي لیدلوري ۲۰۳۰ په چوکاټ کې ترسره کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4386210/