ایکنا- د سویډن یوې محکمې د ښي اړخي افراطي بهیر پر غړې «جید سندبرګ» د کرکې د جرم او قرآن کریم ته د سپکاوي له امله د محکومیت حکم صادر کړ.
ایکنا خبري اژانس د القدس العربي په حواله راپور راکړی، چې دغه حکم په ۲۰۲۴ کال کې د سویډن په پلازمېنې ستاکهم کې د قرآن کریم پر وړاندې د نوموړې د سپکاوي کوونکي اقدام په تړاو صادر شوی دی.
د تېرې جمعې په ماښام، د لړم په اتمه نېټه، د ستاکهم سیمهییزې محکمې ۵۰ کلنه جید سندبرګ په تعلیقي بند او د ۳۰۰۰ سویډني کرونو (شاوخوا ۲۷۵ یورو) نغدي جریمې محکومه کړه.
محکمې نوموړې پابنده کړې، چې د جرمونو د قربانیانو د ملاتړ صندوق ته ۱۰۰۰ کرونه او حکومت ته د هغې د حکومتي وکیل د لګښتونو په بدل کې ۱۷ زره کرونه (شاوخوا ۱۵۰۰ یورو) هم ورکړي.
خو محکمې جید سندبرګ د یوه بل تور په تړاو برائت ورکړ. دغه تور په ستاکهم کې د یوه جومات مخې ته د هغې له پاروونکو څرګندونو سره تړاو درلود، چې ویلي ئې وو: «مونږ په خپلو کوڅو کې مسلمانان نه غواړو.
جید سندبرګ د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۴ نېټه د سویډن په پلازمېنې ستاکهم کې د «اودنپلان» په میدان کې د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله او لغتې ئې ورکړې.
هغې دغه پېښه د خپلو ټولنیزو رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه هم خپره کړه، چې په پایلې کې ئې د نوموړې پر ضد رسمي شکایتونه ثبت شول.
همداراز، په ستاکهم کې مېشت عراقيالاصله سلوان نجم او جید سندبرګ د سویډن د پارلمان مخې ته د قرآن کریم د یوې نسخې له سوځولو مخکې، په مذهبي جامو کې یو ننداریز پروګرام ترسره کړی و.
په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې دغو دواړو کسانو په لاسونو کې لوډسپیکرونه نیولي او د اسلام ضد او پاروونکې څرګندونې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4386227