IQNA

14:41 - November 02, 2026
د خبر لمبر: 3493564

په دمشق کې تاریخي جومات له ۱۵ کلونو تړل کیدا وروسته بېرته پرانیستل شو

ایکنا- د سورئې په پلازمېنې دمشق کې تاریخي «تکیه سلیمانیه» جومات له ۱۵ کلونو تړلتیا  وروسته، بېرته د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.

تاریخی جومات دمشق

 ایکنا خبري اژانس د سوریې د سانا خبري اژانس په حواله راپور  راکړی، چې د دمشق «تکیه سلیمانیه» جومات پرون د لړم په نهمه نېټه، د بیارغونې او ترمیم د چارو له بشپړېدو وروسته، د سورئې د اوقافو وزیر محمد ابوالخیر شکري له خوا پرانیستل شو.

په دغو مراسمو کې د سورئې د مالیې، فرهنګ او ګرځندوی وزیرانو، د دمشق والي او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

د سورئې د اوقافو وزیر محمد شکري په خپلو څرګندونو کې وویل:  مونږ  اوس یوازې یو جومات نه، بلکې یو داسې فرهنګي سمبول او ښوونیز او ټولنیز بنسټ پرانیست، چې د شام سیمه پرې ویاړي.

نوموړي څرګنده کړه، چې په دمشق کې اسلامي وقفي بنسټونه د ټولنیز پیوستون، اړمنو کسانو ته د خوړو برابرولو او د زیارت کوونکو د کاروانونو د خدمت ژوندۍ بېلګې دي، چې شاوخوا ۵۰۰ کلن تاریخ لري.

شکري ټینګار وکړ، چې د جوماتونو بېرته فعالول، د هغوی د ښوونیز او تبلیغي رسالت ساتل او د دغو ځایونو د چارو د سمبالوونکو روزنه، د دغه وزارت د دندو نه بېلېدونکې برخه ده.

د سورئې د فرهنګ وزیر محمد یاسین الصالح هم د تکیه سلیمانیه جومات پرانیستل په دمشق او سوریه کې د تاریخي ځایونو د بیا راژوندي کولو او هغو ته د پخواني ځلا د بېرته ورګرځولو پر لور یو ګام وباله.

نوموړي دغه جومات یو تاریخي او فرهنګي بنسټ وباله، چې د سورئې د خلکو ګډ تاریخي یادونه او هویت پکې نغښتی دی.

الصالح ټینګار وکړ، چې د ملي هویت او تاریخي میراث ساتنه یوه ملي دنده ده، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بېلابېلو ادارو د ګډو او همغږو هڅو غوښتنه کوي.

د تکیه سلیمانیه جومات د شپاړسمې میلادي پېړۍ په ترڅ کې، د عثماني سترواکۍ د سلطان سلیمان قانوني (ستر سلیمان) د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی دی. د دغه تاریخي ودانیز جوړښت نقشه د عثماني پړاؤ  نامتو معمار «معمار سنان» جوړه کړې وه.

په دغه تاریخي مجموعې کې جومات، مدرسه، د زیارت کوونکو لپاره مېلمستون او د خیریه خوړو پخلنځی شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه جومات د بیارغونې او ترمیمي چارو له پیل مخکې ۱۵ کاله تړلی و.

 https://iqna.ir/fa/news/4386179

captcha