IQNA

14:44 - November 02, 2026
د خبر لمبر: 3493565

په اروپا کې د حلالو تصدیق‌لیکونو د صادرولو شرایط وڅېړل شول

ایکنا- د اروپا د څلورو هېوادونو د څارویو د حلالولو د مرکزونو چارواکي د پاریس په جامع جومات کې  ټول شول، څو د حلال تصدیق‌لیکونو د صادرولو د شرایطو په اړه بحث او خبرې اترې وکړي.

حلال صنعت ملایشیا

 ایکنا خبري اژانس د پاریس د جامع جومات په حواله راپور  راکړی، چې په اروپا کې د حلالو محصولاتو د بازار له پراختیا سره، د څارویو د حلالولو په بهیر کې د اسلامي شریعت د اصولو او نافذه قوانینو رعایت ځانګړی اهمیت موندلی دی.

دغه چاره د حلال تصدیق‌لیکونو اعتبار زیاتوي، د مسلمان مصرفوونکو ګټې خوندي کوي او د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د دغو شرایطو د رعایت په څارنې کې د اسلامي بنسټونو مهم رول څرګندوي.

د پاریس جامع جومات د دغه جومات د مشر شمس‌الدین حافظ په بلنې د یوې غونډې کوربه و، چې د هسپانیا، ایټالیا، پولنډ او رومانیا په ګډون د څلورو اروپايي هېوادونو د حلالولو د مرکزونو چارواکي او د دغه جومات د حلال تصدیق‌لیکونو د صادرولو څانګې استازي پکې ټول شوي وو.

په دغې غونډې کې، چې په ټولې اروپا کې د حلال تصدیق‌لیکونو د صادرولو د فعالیتونو د دوامدارې پراختیا په لړ کې جوړه شوې وه، د حلال تصدیق‌لیکونو د اعتبار ورکولو شرایط وڅېړل شول او د اسلامي شریعت د اصولو او نافذه قوانینو پر رعایت ټینګار وشو.

دغه غونډه د جنورۍ په میاشت کې د حلال تصدیق‌لیکونو د صادرولو د نویو معیارونو د یوې نسخې د پلي کېدو لپاره د چمتووالي په موخه جوړه شوې وه، چې اساسي تمرکز ئې د مسلمان مصرفوونکو د ګټو پر ساتنې او د شرعي او قانوني شرایطو د رعایت پر تضمین و.

په غونډې کې ټینګار وشو، چې د څارویو د حلالولو اړوند د اسلامي احکامو ترڅنګ، په اروپائي هېوادونو کې د نافذه قوانینو درناوی هم اړین دی؛ ځکه دغه دواړه موارد د جومات تر څارنې لاندې د حلال تصدیق‌لیکونو د صادرولو د نظام بنسټیز شرایط ګڼل کېږي.

په دې غونډې کې د حلال تصدیق‌لیکونو د شرایطو د څارنې په برخې کې د پاریس د جامع جومات د رول ستاینه هم وشوه. د دغه جومات د حلال تصدیق‌لیکونو د فعالیتونو د پراختیا، د مسلمان مصرفوونکو د ګټو د خوندیتوب او د اسلامي احکامو او اړوندو قوانینو د رعایت په پیاوړتیا کې د هغه هڅې وستایل شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4386249

captcha