د انګلستان پولیسو د لړم ر میاشتې په نهمه نېټه، په لندن کې د «فلسطین اقدام» غورځنګ لسګونه ملاتړي ونیول.
یکنا خبري اژانس د عربي ۲۱ خبري رسنۍ په حواله راپور راکړی، چې لاریونوالو د «فلسطین اقدام» غورځنګ د ملاتړ په موخه، د لندن د ناین اېلمز (Nine Elms) سیمې د امریکا سفارت مخې ته لاریون وکړ.
لاریونوالو پر ځمکه کېناستل او داسې شعار لرونکي پلېکارډونه ئې له ځان سره لرل، چې پرې لیکل شوي وو: «زه د نسلوژنې مخالف یم، د فلسطین اقدام ملاتړ کوم.
د لندن پولیسو اعلان وکړ، چې ۴۸ کسان نیول شوي دي.
له خپلې منصفه پلاوي څخه دفاع وکړئ» ډلې، چې د دغه لاریون تنظیموونکې وه، په خپلې فېسبوک پاڼې کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې ځینې لاریونوال یوازې د تشو پلېکارډونو د لرلو له امله نیول شوي دي. د دغې ډلې په وینا، پولیسو ان هغه نانځکې هم ضبط کړې، چې د لاریون لپاره راوړل شوې وې.
د «فلسطین ایکشن اقدام» غورځنګ د هغو شرکتونو پر ضد د اعتراضونو د تنظیمولو له امله پېژندل کېږي، چې له اسرائیلي نیواکګرو سره سوداګریزې او کاري اړیکې لري.
د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې، دغې ډلې د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک په یوې پوځي اډې کې اعتراض تنظیم کړ. په دغې پېښې کې فعالانو د اډې د اغزن سیم په پرې کولو سره پوځي مرکز ته ننوتل، د پوځي الوتکو پر انجنونو ئې سره رنګ وشینده او د فلسطین بیرغ ئې پورته کړ.
له دغې پېښې وروسته، د هغه وخت د کورنیو چارو وزیرې ایوېټ کوپر د دغه غورځنګ د فعالیتونو د منع کولو لپاره اقدامات پیل کړل، چې په رسمي ډول د ۲۰۲۵ کال په جولائی میاشت کې اعلان شول.
د فرورۍ په ۱۳مه نېټه، د بریتانیا سترې محکمې فیصله وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا د فلسطین اقدام غورځنګ د فعالیتونو د منع کولو پرېکړه غیر قانونی وه؛ له همدې امله ئې د دغه بندیز د لغوه کولو امر صادر کړ.
خو پولیسو ټینګار کړی، چې د دغه غورځنګ د ملاتړو نیولو ته به دوام ورکړي؛ ځکه د دوي په وینا، حکومت حق لري چې د محکمې پر دغه حکم اعتراض وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4386163