ایکنا- د حضرت عباس )ع)د سپېڅلي حرم د قرآن کریم علمي ټولنې د کربلا ولایت په جوماتونو او حسینیو کې د قرآن کریم په آیتونو کې د تدبر او غور کولو د غونډو لړۍ پیل کړې ده.
ایکنا خبري اژانس د الکفیل وېبپاڼې په حواله راپور راکړی، چې دغه غونډې د «لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ» (څو د هغه په آیتونو کې تدبر وکړي) په عنوان سره د د طرحې په چوکاټ کې، د قرآن کریم د آیتونو په تدبر او ژورې مطالعې د تمرکز په موخه جوړې شوې دي. د دغو غونډو څارنه د حضرت عباس (ع) د سپېڅلي حرم د قرآن کریم علمي ټولنې اړوند د کربلا د قرآن کریم مرکز پر غاړه لري.
د یادې طرحې یوه مسؤل شیخ علي الرویعي په دې اړه وویل: دغه مرکز د کربلا په بېلابېلو جوماتونو کې یاد درسونه او غونډې جوړې کړې دي، چې په هغو کې د العباس سیمې د «بر الوالدین» جامع جومات، د العامل سیمې د امام علي (ع) جامع جومات، د «حی النقیب» جومات، د باب السلامه دروازې ته نږدې د «غریب طوس» جومات، د البوبیات سیمې د «زهیر بن قین» حسینیه او د امام مهدي (عج) مقام شامل دي.
هغه زیاته کړه: دغه پلان او طرحه د قرآن کریم پر تلاوت او تدبر تمرکز لري او قرآني او فکري مطالب رانغاړي، چې د قرآن کریم او اهلبیت (ع) ترمنځ پر تړاو او پیوستون ټینګار کوي.
الرویعي څرګنده کړه، چې دغه بحثونه د ګډونوالو په ذهنونو کې د ارزښتناکو اسلامي معارفو په خپرولو او ټینګښت کې مرسته کوي او د قرآن کریم په آیتونو کې شته روزنیز او اخلاقي ارزښتونه، اعتقادي مفاهیم او نور فکري اړخونه روښانوي.
هغه زیاته کړه، چې د دغې طرحې موخه د قرآن کریم د آیتونو په اړه د تدبر او ژور فکر کولو د فرهنګ بنسټیزول دي. دا کار د قرآن کریم د سم تلاوت له زده کړې وروسته د آیتونو د پټو ارزښتونو او مفاهیمو په راایستلو سره ترسره کېږي.
د نوموړي په وینا، د کربلا د بېلابېلو سیمو او سیمیزو محلو ګڼ شمېر جوماتونه او امامباړې یا حسینیې د دغو غونډو کوربه وې.
https://iqna.ir/fa/news/4386440