ایکنا- د انګلستان د پارلمان یوه غړي د کرکې پر بنسټ د ترسره کېدونکو جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د لا سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
ایکنا خبري اژانس د «The Argus» وېبپاڼې په حواله راپور ورکړی، چې د انګلستان د پارلمان غړي کریس وارد، په برایټن ښار کې پر یوه جومات د برید د لومړۍ کلیزې په مناسبت، د جوماتونو د امنیت لپاره د حکومت له خوا د اضافي بودجې ځانګړي کولو او د مسلمانو ټولنو د ساتنې لپاره د لس میلیون پونډو له مرستندویه پیکیج هرکلی کړی دی.
په دغه اورلګېدنې کې د جومات مینځنۍ دروازې ته سخت زیان واوښت او په نږدې سیمې کې ولاړ یو ګاډی هم په بشپړ ډول له منځه ولاړ.
له پېښې وروسته د انګلستان لومړي وزیر کېر سټارمر او د هغه مهال د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود له جومات څخه لیدنه وکړه، څو د مسلمانانو له ټولنو سره خپل ملاتړ څرګند کړي.
کریس وارد وویل: اکتوبر میاشت مونږ ته د پیسهیون پر جومات د هغه وېروونکي اورلګوونکي برید د لومړۍ کلیزې یاد تازه کوي. دغه برید ډېر ټکان ورکوونکی ؤ او په سمه توګه ئې زمونږ په ټولنې کې ژوره اندېښنه رامنځته کړه.
هغه زیاته کړه: مونږ باید یوازې هغه مهال غبرګون ونه ښیو چې برید ترسره شي. باید ډاډ ترلاسه کړو چې خلک په خپلو ټولنو کې د امنیت احساس کوي، د کرکې د خپرولو پر وړاندې په هر ځای کې مبارزه وکړو او خلک یو بل ته لا نږدې کړو.
نوموړي همدارنګه د کرکې پر بنسټ د جرمونو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ.
https://iqna.ir/fa/news/4386452