IQNA

14:31 - November 03, 2026
د خبر لمبر: 3493569

د عراق په کردستان سیمې کې د قرآن کریم د ۱۰۰ حافظانو درناوی وشو

ایکنا- د  اقرأ په نوم د قرآن کریم  د علومو  ادارې  ددغه هیواد  د کردستان سیمې په سلیمانیه ښار کې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د قرآن کریم د ۱۰۰ بشپړو حافظانو درناوی وکړ.

قرآنی هنر او حافظان

 ایکنا خبري اژانس د «IUMS Online» وېبپاڼې په حواله راپور ورتکړی، چې د قرآن کریم له مینه‌والو او حافظانو څخه د درناوي او ستاینې په یوه معنوي او ویاړمنې فضا کې، د «اقرأ» ادارې  په سلیمانیه ښار کې خپله دویمه قرآني مېله جوړه کړه.

په دغو دستورو کې د قرآن کریم د ۱۰۰  حافظانو درناوی وشو. دا اقدام د قرآن کریم د حفظ په برخې کې د هغوی د ارزښتناکو هڅو د ستاینې او د قرآن کریم او د هغه د لارښوونو د خدمت په لاره کې د هغوی د لا هڅونې څرګندونه کوي.

په دغو مراسمو کې بېلابېل پروګرامونه هم ترسره شول، چې د ګډونوالو په زړونو کې ئې د قرآن کریم لوړ مقام او ارزښت څرګنداوه.

په دغه پروګرام کې د الهي کتاب (قرآن کریم) سره د اړیکې د ژورتیا، د حفظ د فرهنګ د خپرولو، په قرآني آیتونو کې د تدبر او په ټولنې کې د قرآني ارزښتونو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وشو.

همدارنګه، دغو مراسمو د قرآني بنسټونو حیاتي رول څرګند کړ، چې د استعدادونو په روزلو او د نویو نسلونو د هڅولو له لارې هغوی د قرآن کریم له کتاب سره اشنا کوي. دا اشنايي د قرآن کریم د حفظ، پوهېدو او د هغه د لارښوونو په عملي کولو سره پیاوړې کېږي.

د سلیمانیه قرآني مېلې پر دې اړتیا هم ټینګار وکړ،هغه فعالیتونه باید دوام ومومي چې موخه ئې د قرآني فرهنګ پراختیا، د قرآني فعالانو درناوی او د نجونو او هلکانو ځوان نسل هڅول دي، څو د قرآن کریم د زده کړې او خدمت په لاره کې ګامونه پورته کړي.

دغه مراسم د «اقرأ» ادارې  د رسالت څرګندونه هم وه، چې د قرآن کریم د زده کړې ملاتړ او په ټولنې کې د قرآني مفاهیمو خپرول دي.

د یادونې وړ ده، چې د عراق  «اقرأ» اداره  د ددغه هیواد د کردستان سیمې په سلیمانیه ښار کې مېشت یو اسلامي ښوونیز بنسټ دی.

https://iqna.ir/fa/news/4386469

captcha