IQNA

14:44 - November 03, 2026
د خبر لمبر: 3493570

په مسجد نبوي (ص) کې د تګ راتګ د مدیریت لپاره ۳۷۰ تابلوگانې او برېښنايي سکرینونه نصب شوي

ایکنا- د مکې مکرمې د مسجد الحرام او د مدینې منورې د مسجد نبوي (ص) د چارو عمومي ادارې اعلان کړی، چې د مسجد نبوي (ص) دننه د زیارتوالو  د تګ راتګ د تنظیم او مدیریت لپاره ۳۷۰ لارښوونکې تابلوګانې او برېښنايي سکرینونه نصب شوي دي.

سکرین او تابلوگانی په مسجد النبی او مسجد الحرام کې

 ایکنا خبري اژانس د سعودي عربستان د خبري اژانس په حواله راپور  راکړی، چې په مسجد نبوي (ص) کې د لارښوونې یو جامع سیستم فعال شوی دی، څو د زیارت کوونکو تګ راتګ اسانه کړي او هغوی وکولای شي په اسانۍ سره بېلابېل ځایونه ومومي.

دغه سیستم د لارښوونکو تابلوګانو  او د برېښنايي نندارې پردو یا سکرینونو له لارې فعالیت کوي، چې د مسجد نبوي (ص) په بېلابېلو برخو کې لګیدلي دي.

په دغه سیستم کې له ۲۷۰ څخه زیاتې ثابتې لارښوونکې تابلوګانې او تر ۱۰۰ زیاتې د برېښنايي نندارې پردې (سکرینونه)شامل  دي. د دغه سیستم موخه د زائرانو د تګ راتګ اسانتیا، د ګڼې ګوڼې کمول او د خدمتونو د وړاندې کولو د کیفیت لوړول دي.

ډیجیټلي پردې  یا سکرینونه  جومات  ته د واریدیدا د دروازو د ظرفیت، د لاسرسي د لارو او د لارښوونو په اړه د وخت له شرایطو سره سم تازه معلومات وړاندې کوي، څو زیارت کوونکي وکولای شي لږې ګڼې ګوڼې لرونکې لارې غوره کړي.

همدارنګه، د بېلابېلو برخو او مقصدونو د جلا کولو لپاره د رنګونو کارول، نړیوالې نښې او په څو ژبو د لارښوونو وړاندې کول د دغه سیستم له نورو ځانګړتیاوو څخه دي.

دغه طرحه د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ کال د لیدلوري په چوکاټ کې پلې شوې ده، چې موخه ئې د سمارټ  بیخ بینائي تاسیساتو  پراختیا او زیارت کوونکو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو لوړول دي.

https://iqna.ir/fa/news/4386276

captcha