ایکنا- د موریتانیا راډیو د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د قرآن کریم د حفظ او تلاوت د دیارلسم پړاؤ سیالیو د ۶۳ غوره ګډونوالو درناوی وکړ.
ایکنا خبري اژانس د «الوئام» وېبپاڼې په حواله راپور راکړی، چې د موریتانیا د قرآن کریم د حفظ او تلاوت د دیارلسم پړاؤ سیالیو د جایزو د وېش مراسم د دغه هېواد د فرهنګ، هنرونو، اړیکو او له پارلمان سره د اړیکو د وزیر او د حکومت د ویاند محمد ولد ببانه تر څارنې لاندې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د یادو سیالیو د ۶۳ غوره حافظانو او قاریانو درناوی او ستاینه وشوه.
دغه مراسم د موریتانیا راډیو له خوا او د دغه هېواد د ولسمشر محمد ولد شیخ الغزواني په ملاتړ جوړ شوي وو.
غوره ګډونوال له ۲۴۴۳ سیالانو څخه ټاکل شوي وو، چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمه یزو او ځاي راډیويي مرکزونو کې د قضاوت پلاوو له خوا ارزول شوي وو.
د موریتانیا د فرهنګ وزیر په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې دغه سیالۍ په دغه هېواد کې د قرآن کریم د حافظانو او قاریانو د درناوي او په ټولنې کې د قرآن کریم د مقام د پیاوړتیا په یوې ملي پېښې بدله شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې د دغو سیالیو د پراختیا او د بېلابېلو پړاوونو ډیجیټلي کولو د ګډونوالو د شمېر په زیاتوالي او د سیالیو د تنظیم او قضاوت د میکانیزمونو په پیاوړتیا کې مرسته کړې ده.
ببانه څرګنده کړه، چې دغه سیالۍ د موریتانیا د فرهنګي او دیني هویت د ساتنې د هڅو یوه برخه ده او نوي نسلونه د قرآن کریم حفظ او د قرآني علومو زده کړې ته هڅوي.
ورپسې د موریتانیا راډیو مشر محمد عبدالقادر ولد اعلاده هم څرګنده کړه، چې د روان کال په سیالیو کې ټول پړاوونه، له نوملیکنې څخه رانیولې د پایلو تر اعلان پورې، په ډیجیټلي بڼه ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې د دې ترڅنګ د سیالیو د جایزو ارزښت هم لوړ شوی او د ښځو ګډون هم پراخ شوی دی؛ په دې توګه چې ښځو هم د قاضیانو په توګه او هم د غوره سیالانو په ډله کې زیات شتون درلود.
https://iqna.ir/fa/news/4386246