IQNA

7:53 - November 04, 2026
د خبر لمبر: 3493573

د لندن د ګرځندوی نړیوال نندارتون د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پر ضد د اعتراضونو په ډګر بدل شو

ایکنا- د جنګ ضده فعالانو یوې ډلې دپرون ناوخته د لندن په ګرځندوي نړیوال نندارتون کې د صهیونیستي رژیم د سټال مخې ته په  ټولېدو سره، د فلسطین پر مظلومو خلکو د دغه رژیم د وحشي ډوله جنایتونو په ضد خپل اعتراض څرګند کړ.

لندن

ایکنانیوز د پارس ټوډې د فارسی څانګې له قوله راپور راکړ، اعتراض کونکو د لندن د اکسل  د نندارتونونو په  مرکز کې د  هره ښارګوټي جوړونه یو جنګي جنایت دی» په شعار سره د یوه لیکل شوي  ستر بینر  په پورته کولو سره، په دغې نړیوالې غونډې کې د صهیونیستي رژیم له ګډون سره خپل مخالفت څرګند کړ.

دوی همدارنګه  له  ګرځندوی  نندارتون څخه د  فلسطین  نیواکي سیمو   ته د سفرونو د تبلیغ لپاره پر استفادې اعتراض وکړ او د دغو فعالیتونو د درولو غوښتنه ئې وکړه.

دغه بریتانوي فاؤنډيشن د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر اېډ میلیبنډ ته په یوه پیغام کې، چې  هغه ته ئې  په خطاب کې خپور کړی، څرګنده کړې چې نوموړي تر دې وړاندې ژمنه کړې وه، چې په دغه هېواد کې به د صهیونیستي رژیم د  غیر قانوني ښارګوټو تبلیغ منع کړي؛ نو اوس باید روښانه کړي چې پر خپلې ژمنې به ولاړ پاتې شي او که نه.

په تېرو څو ورځو کې د لندن په  ګرځندوی  نندارتون کې د صهیونیستي رژیم د ښارګوټي جوړونې اړوندو بنسټونو ګډون پر یوې لانجمنې موضوع بدل شوی او د بشري حقوقو د فعالانو او د بریتانیا د پارلمان د یو شمېر غړو غبرګونونه یې راپارولي دي.

د نندارتون په رسمي وېبپاڼې کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د صهیونیستي رژیم د ګرځندوی سټال  د «آئي‌ټریول اورشلیم» په نوم د یوې ټولګې کوربه دی، چې د قدس ښار د پراختیا د ادارې  تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

دغه بنسټ د نیواکي  قدس په ختیځي برخې  کې د ښاري پراختیا په پلانونو کې ونډه لري او د بشري حقونو ادارې  ئې د صهیونیستي رژیم د غیر قانوني ښارګوټو په پراختیا کې پر رول لرلو تورنوي.

https://parstoday.ir/fa/world-i45226

captcha