IQNA

8:04 - November 04, 2026
د خبر لمبر: 3493575

ټرمپ د میشیګان ایالت د مشرانو جرګې د مسلمان نوماند سپکاوی وکړ

ایکنا- د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ د میشیګان ایالت د مشرانو جرګې د ټاکنو پر ډیموکراټ نوماند عبدالرحمن السید  د خولې حمله  کړې او هغه ئې پر یهودانو او تورپوستو د کرکې او له سپین‌پوستو سره د په ضدیت  لرلو  تورن کړ.

السید ترمپ

 ایکنا نیوزد سی این این  له قوله راپور راکړ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل  ټولنیز چینل «ټروت سوشیل» کې په یوه پیغام کې ادعا وکړه، چې عبدالرحمن السید له یهودیانو او تورپوستو څخه کرکه لري او سپین‌پوستي هم نه خوښوي.

د امریکا ولسمشر د دغه ډیموکراټ نوماند په نیوکې سره، هغه کسان احمقان وبلل چې نوموړي ته رایه ورکوي او ادعا ئې وکړه، چې د السید عبدالرحمن  ټاکل کېدل به د رایه ورکوونکو په زیان تمام شي.

د میشیګان ایالت د مشرانو جرګې په ټاکنو کې د عبدالرحمن السید او د جمهوري غوښتونکو د نوماند مایک راجرز ترمنځ سیالي، د امریکا د منځمهاله ټاکنو له برخلیک ټاکونکو سیالیو څخه ګڼل کېږي، چې موخه ئې د مشرانو جرګې د جوړښت او اکثریت ټاکل دي.

دغه سیالي تېره اوونۍ هغه مهال نوي پړاو ته داخله شوه، چې د ډیموکراټ ګوند دکانګرس غړې هېلي سټیونز، په یوه ناڅاپي اقدام کې د خپل ګوندي ملګري عبدالرحمن السید پر ځای د مایک راجرز ملاتړ اعلان کړ.

خو د کانګرس بله ډیموکراټه غړې ډیبي ډینګل په دې باور ده، چې د سټیونز دغه اقدام  اپوټه پایله لرلې او د بېلابېلو ټولنیزو ډلو د لا زیات  یوځاي کیدا  او د عبدالرحمن السید د ملاتړ لامل شوی دی.

د میشیګان ایالت ټاکنیزې سیالۍ د څلورو څوکیو د ګټلو او په مشرانو  جرګې کې د ډیموکراټانو د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې پرون د ایران پر وخت له غرمې وروسته  پيل شوې  او تر نن سهار پورې ئې دوام وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4386932

captcha