IQNA

17:40 - November 04, 2026
د خبر لمبر: 3493576

د ایران لا پیاوړی کولو د ستراتیژۍ دوام، مطلق مخنیونکي قدرت ته د رسېدو یوازینۍ لار ده

ایکنا- د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نړیوال استکبار پر وړاندې د مبارزې د ملي ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ټینګار وکړ:  مطلق  مخه نیونکي قدرت  ته د رسېدو یوازینۍ لار، د هر‌اړخیز پرمختګ په لاره کې د «ایران لا پیاوړی کول» په نامې سره د ستراتیژۍ دوام دی. یووالی، وحدت او ټولنیز انسجام په دغې لارې کې د بریا اساسي عنصر دی، چې د ملت او چارواکو پر هرې وګړنیزې او ټولنیزې وینا او چلند باید حاکم وي.

رهبر

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر د اطلاع‌رسونې د وېبپاڼې په حواله وئيل شوي دي، د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت‌الله سید مجتبی حسینی خامنه‌ای، په بېلابېلو پړاوونو کې د ایران له خلکو سره د امریکا د څو لسیزو ښکاره دښمنۍ ته په اشارې سره، د ایران د خلکو د مقاومت او مبارزې د شپو ورځو پر دایمي او هره ورځني کېدو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: دښمن په هر پړاو کې د واقعیتونو له سخت دېوال او د ایران د مېړني ملت د ارادې له ټینګو ډبرو سره مخ شوی دی.

د نړیوال استکبار پر وړاندې د مبارزې د ملي ورځې په مناسبت د حضرت آیت‌الله سید مجتبی حسینیخامنه‌ای د پیغام متن په  دې ډول دی:

بسم اللله الرحمن الرحیم

نن د نړیوال استکبار پر وړاندې د مبارزې ملي ورځ ده؛ هغه ورځ چې د حق د جبهې د باطلې جبهې پر وړاندې او د مظلومې جبهې د ظالمې جبهې پر وړاندې د مخامخېدو یو شمېر مهم تاریخي پړاوونه په ځان کې  ټول کړي دي. ښايي وویل شي چې د روان کال د لړم په دیارلسمه د ایران ملت له جنایتکارې امریکا سره خپل حساب د نورو ټولو کلونو په پرتله لا روښانه او څرګند کړی دی؛ خو د امریکا د مخ پر زیاتېدونکې دښمنۍ د ریښو، لاملونو او مهمو پړاوونو او د هغې پر وړاندې د ایران د ملت د ټینګې صف‌ارایۍ بیاکتنه د دې لارې د راتلونکي لپاره لارښوونکې رڼا ده. 

د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا د ظلم پیل تر اویا کلونو ډېر پخوا ته رسېږي؛ هغه مهال چې امریکا د زمري د میاشتې د ۲۸مې کودتا د ملي سرچینو او شتمنیو، په ځانګړي ډول د تېلو، د لوټلو د دوام لپاره ترسره کړه. له هغې وروسته لسیزې، د اسلامي انقلاب تر بریا پورې، هغه دوره وه چې امریکايي واکمنانو د ایران د ملت د شتمنیو د لوټلو لپاره پراخې هڅې وکړې. په دې لاره کې یې د ساواک وحشی ډلې په جوړولو او پر ټولنې د سختې امنیتي فضا په واکمنولو سره د هغه وخت ظالم حکومت په خلاف د هر ډول اعتراضي حرکت د ځپلو لپاره لاس لا خلاص کړ. د اسلامي انقلاب د سترې بریا په درشل کې یې هم د خپل لاسپوڅي حکومت د ساتلو لپاره له بېلابېلو چلونو کار واخیست.

د ایران د ملت د ستر اسلامی انقلاب له بریالې کېدو وروسته هم د امریکا د غلیمانه چلندونو اوږد لېست وړاندې کېدلی شي؛ په دې کې له بېلتون‌غوښتونکو ډلو، کودتاچیانو او هغو ړندو منافقینو څخه ملاتړ شامل دی چې د علمي، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو ترڅنګ یې ګڼ عادي خلک هم په بې‌رحمۍ سره شهیدانول؛ په لومړي تپلي جنګ کې د بعث ګوند مستقیم او هر اړخیز ملاتړ؛ د مسافر وړونکې الوتکې د ملکي مسافرو وژنه؛ پراخ، اوږدمهاله او سخت اقتصادي بندیزونه؛ د ګڼو بلواوو او فتنو طرحه او ملاتړ او ان هغو ته د وسلو برابرول؛ د ایران او اسلامي امت د ملي اتل سردار سلیماني ترور؛ په بېلابېلو هېوادونو کې د ایران د ملت د شتمنیو غلا؛ او په پای کې په دویمه او درېیمه تپلي جګړې کې مستقیم پوځي یرغل او د ایران د مظلوم ملت د ګڼو وګړو، له نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو څخه نیولې تر سپین‌ږیرو پورې، او همدارنګه د علمي شخصیتونو، پوهانو او قوماندانانو شهادت شامل دي؛ چې د ټولو په سر کې د اسلامي انقلاب ستر او قدرمن رهبر قدس الله نفس الزکیه دی،

په دغو ټولو پړاوونو کې د امریکا مستکبرو مشرانو او د هغوی لاسپوڅو تل هڅه کړې چې خپله سلطه وتپي او ایران تسلیمېدو ته اړ کړي. ان د زورواکۍ په وروستیو بڼو کې یې د نړیوالو اصولو ټول دروغجن او دوکه‌کوونکي ظاهري آداب څنګ ته کړي او په بې‌شرمۍ سره د هېواد د تجزیې، د ملت په ګونډو کولو، د نظام د ړنګولو او د ایران د اصیل او لرغوني تمدن د له منځه وړلو په لټه کې دي.

البته، هغوی په هر پړاو کې د واقعي وضعیت له کلک دېوال او د ایران د سرلوړي ملت د ارادې له نه ماتېدونکو غرونو سره مخ شوي دي او د خپلو ناسمو محاسبو او استکباري خیالونو پایله یې د امریکا د خلکو او د امریکا د حکومت د لاسپوڅو حکومتونو پر اوږو د درنو لګښتونو په بڼه ور اچولې ده.

اوس د ایران له مسلمان ملت سره د امریکا د اوږدې دښمنۍ او د دې دښمن پر وړاندې د ټولو ایرانیانو د زړور مقاومت کیسه داسې پړاو ته رسېدلې چې نور یوازې د لړم دیارلسمه نه، بلکې ټولې شپې ورځې او ساعتونه د لوی شیطان پر وړاندې د درېدو او مبارزې ورځې ګرځېدلې دي.

اوس د فارس خلیج، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي، ډګر د امریکا د نه ماتېدونکې افسانې دروغوالی څرګند کړی او د هغو حکومتونو کمزوري او بېوسي یې هم ښودلې ده چې له خپل ملت پرته پر نورو قدرتون تکیه کوي. دغه ډګر د سترو قدرتونو بې‌وفایي او ناتواني هم څرګندوي چې د خپلو لاسپوڅو حکومتونو د دفاع توان نه لري.

د ایران د ملت له خوا پر هرمز تنګي د مدیریت اعمال او د سیمې په هېوادونو کې د امریکا د پوځي اډو له منځه وړل، که څه هم په درېیمه تحمیلي جګړه کې د امریکا د تېري او جنایت پر وړاندې غبرګون و، خو په عین حال کې د سیمه‌ییزو اړخونو په کچه د استکبار پر وړاندې یو لومړنی جهاد هم ګڼل کېږي؛ داسې جهاد چې د تېریو د تکرار په صورت کې به یې لمن ډېره پراخه شي.

د قدرت دغه نښه، د حق د جبهې د بېلابېلو برخو ترمنځ د یووالي او له فلسطین او لبنان څخه تر عراق او یمن پورې د مقاومت د جبهې د هوښیارانه او قدرتمنو حماسه‌جوړوونکو اقداماتو ترڅنګ، د حق د جبهې د بیرغ د لوړوالي او د نوي نړیوال نظم د رامنځته کېدو لپاره روښانه او هیله‌بښونکې ځیرې دی؛ ځکه هر کله چې د حق جبهه پر خدای توکل، استقامت او قرباني ولري، د باطل جبهه، له هر ډول ځواک او توان او له هر چا او هر څه سره سره، د هغې پر وړاندې مقاومت نه شي کولای؛ شاتګ او ماتې یې حتمي پایله ده. ان الباطل کان زهوقا

د خداي تعالی شکر دی چې د ایران ملت د سوچهمحمدي (ص) اسلام  له ښوونو، د اسلامي انقلاب له معارفو او د خپلو حکیمو رهبرانو، ستر خمیني او شهید خامنه‌یي، اعلی الله مقامهما الشریف، له مکتب څخه یې ستر درسونه په ښه توګه زده کړي دي. د الهي وعدو په تحقق سره یې پر دې لارې د حقانیت باور ورځ تر بلې ژور شوی دی.

نن د مستکبرانو د خپل لاس جوړې کړې رسوایۍ له امله، د امریکا مخ پر زوال قدرت او سلطه، په دواړو برخو کې، یعنې هم د پوځي سخت ځواک او هم د نړیوال نرم ځواک په ډګر کې، له نه راګرځېدونکي سقوط سره مخ شوې او د هغې د ړنګېدو بهیر چټک شوی دی.

که لا هم داسې کسان وي چې د سلطې په نظام کې د چلند د بدلون یا د ګوندي او جناحي بدلونونو په اړه لږه هیله لري، یا داسې انګېري چې امریکا ته د امتیازونو په ورکولو سره هغه د ایران له ملت سره له دښمنۍ څخه راګرځولای شي، نو هغوی په سخته تېروتنه کې دي.

دا باطل تصور د هغو سترو بریاوو په وړاندې ناشکري ده چې د ایران مسلمان ملت د توکل، استقامت او مبارزې په برکت ترلاسه کړې دي. د لوی شیطان هیله د ایران د ملت بې‌قید او شرطه تسلیمېدل دي. د سلطه‌غوښتونکي دښمن پر وړاندې د تسلیمۍ په لور تر ټولو لږه ګروهنه هم هغه ستره پانګه له منځه وړي چې د شهیدانو د وینو او د ملت د وګړو د قربانیو په برکت ترلاسه شوې ده؛ او مستکبر دښمن به لا زیاتو غوښتنو، راتلونکو جګړو او نورو تېریو ته لا زړور کړي.

د پرېکنده مخنیوونه یوازینۍ لاره په هر اړخیز پرمختګ کې د «پیاوړي ایران» د ستراتیژۍ دوام دی. په دې مسیر کې یووالی، وحدت او ټولنیز انسجام د بریا اصلي عنصر دی؛ او اړینه ده چې د ملت او حاکمو چارواکو پر هر فردي او ټولنیز چلند او وینا حاکم وي.

په دې برخه کې، لکه څنګه چې د ملت له خوا د چارواکو ملاتړ اړین دی، همدارنګه د چارواکو له خوا خلکو ته د لا زیاتو او جهادي خدمتونو، له خلکو سره د صمیمیت، د هغوی د ژوند د اړتیاوو او هوساینې د تأمین، د مادي او معنوي ودې او د هغوی د عزت او خپلواکۍ د ساتنې لپاره د پاملرنې دوام او پیاوړتیا هم اهمیت لري.

زمونږ ځوانان، محصلین او زده‌کوونکي د قدرمن ایران د روښانه او ویاړلي راتلونکي د جوړولو مخکښه پرګنه دی. هغوی باید په دوامداره توګه د «نهیلۍ، او ناشوني» د تیارې ځالې د فتح کولو او ورانولو او د «هیله او مونږ کولی شو» د روښانه کور د جوړولو په لټه کې وي.

د دې ماموریت لپاره فوق‌العاده وړتیا، د علم، تقوا، مهارت، اخلاقو، ارادې او فوق‌العاده هڅې په بېلابېلو وسلو سمبالېدل، او د لوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګډې ژمنې ته اړتیا ده.

هیله ده د الهي لطف او زموږ د سرور، حضرت صاحب‌الزمان عجل‌الله تعالی فرجه‌الشریف، د دعا په برکت د ایران ملت هر څومره ژر د بریا، نېکمرغۍ او هر اړخیز پرمختګ تجربه وکړي او د لوئې شیطانې د سلطې د لا زیات او چټک زوال زمینه برابره شي.

 انهم یرونه بعیدا و نراه قریبا.

سید مجتبی حسینی خامنه‌یي

 ۱۳۰۵ لمریز کال

د لړم د میاشتې ۱۳   

captcha