IQNA

18:11 - November 04, 2026
د خبر لمبر: 3493577

د ایران په څه د پاسه ۹۰۰ ښارونو کې د لړم د ۱۳ نیټې  لاریونونه؛ د خالي ښوونځیو د څوکیو په یاد

ایکنا – د ایران  په اسلامی جمهوریت څه باندې ۹۰۰ ښارونو کې د لړم د میاشتې د ۱۳مې نېټې د یوم الله یعني د استکبار ضده  لاریونونه او غونډې  نن په هم‌مهاله توګه ترسره شوې.

یوم الله ۱۳ آبان

ایکنانیوز د پارس ټوډې د په قول  راپور  راکړی په تهران کې د لړم د ۱۳مې نېټې د کلیزې مراسم نن سهار ۹ بجې د فلسطین له څلورلارې څخه د طالقاني واټ په اوږدو کې د امریکا د جاسوسۍ د پخواني مرکز(د امریکا پخوانی سفارت) مخې ته د لاریون په بڼه ترسره شول. همدارنګه د لاریون په اوږدو کې د زده‌کوونکو او محصلینو غرفې او موکبونه جوړ  شوي وو.

همداراز  په مشهد مقدس کې د حضرت امام رضا علیه‌السلام په حرم کې هم د ایران د اسلامي  انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي مزار ترڅنګ، ، د نړۍوال استکبار پر ضد د مبارزې زنګ د ایران په بېلابېلو میدانونو او سیمو کې وکړنګول شو.

د لړم د ۱۳مې نېټې عمومي لاریون «له شهیدانو سره ژمنه، له استکبار سره جنګ» په عمومیشعار  سره ترسره شو.

 دا لاریون د ګران‌بیه شهیدانو د یاد او لارې د درناوي، د ملي پیوستون او همغږۍ د څرګندولو او د خپلواکۍ، امنیت، قدرت او ملي ګټو د ساتنې په برخه کې د ایران د خلکو د پیغام د رسولو فرصت دی.

دا ستر لاریون د خلکو او د ټولنې د بېلابېلو پرګنو په ګډون، د هېواد په څه باندې ۹۰۰ سیمو کې په هم‌مهاله توګه ترسره  شو، څو یو ځل بیا د ایران د اسلامي انقلاب د ایډیالونو د ساتنې او د نړیوال استکبار پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ایران د خلکو یووالی، پیوستون او ټینګه اراده څرګنده شي.

د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د لړم ۱۳مه، چې د زده‌کوونکو له ورځې سره برابره ده، د میناب ښار د «شجره طیبه» ښوونځي د شهیدو زده‌کوونکو د یاد له امله ځانګړې مانا موندلې ده.

 د روان هجري لمریز کال د لړم ۱۳مه یوازې د زده‌کوونکو د ورځې یاد نه دی، بلکې د هغو ماشومانو یاد هم تازه کوي چې له رنګارنګو بکسونو، نویو کتابونو او له ماشومتوب ډکو هیلو سره ښوونځي ته ولاړل، خو بیا هېڅکله بېرته راستانه نه شول.

له استکبار او استعمار سره دمبارزې دغه ورځ دا یران په کال هیندارې کې د ملی ورځ یعني د ؛یوم الله ؛ پّ ناامې سره ثبت شوې او هرکال په دغه ورځ د ایران شجاع او ویښ ملت  دغه ورځ په ډير پرتم او ولولې سره لمانځي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i181162

captcha