ایکنا-د «مبین ۱۱۴ ثانیهییز فلم» د دویم پړاو جشنواره، چې د قرآني فرهنګ او د اهلبیت (ع) د معارفو پر دودیدا راڅرخي، له فیلم جوړونکو څخه ئې د مصنوعي ځیرکتیا، مسلکي سینمایي وسایلو او ګرځنده ټیلیفون په درو برخو کې د ګډون غوښتنه کړې ده.
د ایکنا د راپور له مخې، د مبین ۱۱۴ ثانیهییز فیلم د دویم پړاو جشنواره، د قرآني معارفو، د اهلبیت (ع) د سیرت، د ایراني ـ اسلامي ژوند د سبک او لوړو اخلاقي مفاهیمو د دودیدا په موخه، د اووم هنر (سینما) په ژبه د هېواد د محصلینو د قرآني ادارې له خوا جوړېږي.
دا جشنواره په درو اصلي برخو کې ترسره کېږي:
د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د فلم جوړول؛ د سینمایي وسایلو او تجهیزاتو په کارولو سره مسلکي فلم جوړول؛ د ګرځنده ټیلیفون په وسیله فلم جوړول.
ګډونوال باید خپل آثار د ۱۱۴ ثانیهییزو لنډو فلمونو په بڼه جوړ کړي.
د ګډونوالو آثار باید د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري د میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته تولید شوي وي. د جشنوارې د انټرنېټي وېبپاڼې له لارې د آثارو د لېږلو امکان هم برابر شوی دی.

همدارنګه، د زدهکوونکو، محصلینو او ښوونکو لپاره ځانګړي امتیازات په پام کې نیول شوي، څو په دې برخه کې د دغو ډلو د لا زیات ګډون او شتون زمینه برابره شي.
د مبین ۱۱۴ ثانیهییز فلم جشنوارې د ګډون بلنه د لړم د میاشتې په ۱۳مه، د زدهکوونکي له ملی ورځې سره هممهاله پیل شوې او لېوال کسان د لیندۍ د میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې وخت لري، څو خپل آثار د جشنوارې دارالانشا ته د لاندې وېبپاڼې له لارې ولېږي:
mobinmedia.com
د دغې جشنوارې د غوره آثارو د پېژندنې او اختتامیه مراسم به هم د مرغومي د میاشتې په ۳۰مه نېټه ترسره شي.
د ژمن او ارزښتمحور هنر دودیدا او د دیني او اخلاقي مفاهیمو د لېږد لپاره د سینما له ظرفیتونو ګټه اخیستل، د دغې جشنوارې له مهمو موخو څخه دي.
د دغې غونډې جوړوونکي هڅه کوي، چې د فلم جوړونې د نویو وسایلو په کارولو او دغه ډګر ته د ځوان نسل د واریدولو لپاره د زمینې په برابرولو سره، اسلامي معارف، د اهلبیت (ع) سیرت او ایراني ـ اسلامي ژوندانه سټایل د هنر په ژبه مخاطبینو ته وروپېژني.

https://iqna.ir/fa/news/4386767