IQNA

قرآن مې په شپږو میاشتو کې حفظ کړو / هیله لرم چې په ښه توګه یی اجرا کړم او مقام ترلاسه کړم

23:35 - April 24, 2017
د خبر لمبر: 3480489
نړیواله ډله: لس کلنې وم چې د قرآن حفظ می شروع کړو او په شپږو میاشتو کې می قرآن حفظ کړو خپلې ټول درسونه او لوبو نه می زړه صبر کړې وو او خپل ټول وخت می د قرآن حفظ کولو ته ورکړې وو نو کامیابه شوم او ټول قرآن می حفظ کړو.
قرآن مې په شپږو میاشتو کې حفظ کړو / هیله لرم چې په ښه توګه یی اجرا کړم او مقام ترلاسه کړم

د کینیا ۲۶ کلیزه حافظ هیثم صفر احمد چې د ایران قرآنی نړیواله مقابلو ۳۴ دورې کې تر اخیرنۍ پایی رسېدلي قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې وویل: : لس کلنې وم چې د قرآن حفظ می شروع کړو او په شپږو میاشتو کې می قرآن حفظ کړو خپلې ټول درسونه او لوبو نه می زړه صبر کړې وو او خپل ټول وخت می د قرآن حفظ کولو ته ورکړې وو نو کامیابه شوم او ټول قرآن می حفظ کړو.

هغه د قرآن حفظ کولو سره مینې په هکله وویل: کله چې می د قرآن کریم حفظ شروع کړو خیال می نه وو چې دا به زما د ژوند یوه برخه وګرځې، مور پلار راته ویلې وو چې قرآن کریم د ژوند ښکلې او بهتره لارښودنه کوې خو ولی زه د قرآن کریم کولو نه ورستو پوه شوم چې ژوندون قرآن دی او هیڅکله بې هغې نه ژوند نشې کېدلي حتی د پیغمبرانو شخصیت په قرآن کې زما لپاره د بهترین ژوند او ښه عمل کولو الګو واقع شوي.

د کینیا حافظ خپله کامیابي د مور پلار ډاډګیرنه او بې دمې کوښښ وټاکلو او وې ویل: د قرآن کریم د مفهومونو د زدکړې لپاره به ځانګړې کلاسونو ته تللم او د قرآن کریم ژباړه او تفسیر به زده کولو ځکه چې د قرآن کریم نه ګټه پورته کولو لپاره د دې اسمانې کتاب مفاهیم زده کول ضروري دی.

هیثم صفر احمد چې یو شمېر نړیواله مقابلو کې ګډون کړې په دې اړه وویل: ما د مختلفو هیوادونو مصر، بحرین، لیبی او تانزانیا په نړیواله مقابلو کې ګډون کړې چې د تانزانیا په مقابلو کې می لومړۍ مقام ترلاسه کړې وو او هم له دغه سببه د ایران نړیواله قرآنی مقابلو کې می ګډون کړي او هیله لرم چې دلته هم مقام ترلاسه کړم.

هیثم په کینیا کې خپل قرآنی فعالیتونو ته اشارې سره وویل: سره د دې چې کینیا یو غیر اسلامی هیواد دی او هیڅ قرآنی پروګرامونو نه حمایت نه کېږي او قرآنی فعالیتونه محدود دی او ډېر په خصوصي توګه پيل کېږي خو بیا هم د یو حافظ په توګه ډېر ځوانان شاګردان لرم چې هغوي ته د قرآن حفظ او ژباړې درس په ځانګړې توګه ورکوم.

هغه مسلمانانو ځوانانو ته وویل: هر هغه څه چې یو انسان یی کامیاب ژوند لپاره ضروري او لازم ګڼلې په دې کتاب کې موجود دې او ځه سفارش کوم چې ځوانان له هر علم نه مخکې د قرآن علم ترلاسه کړې ځکه چې د قرآن علم کامل او جامع دی او د ښه بخت او کامیابي لنډه لاره ده.

د کینیا دې حافظ په اخیره کې د ایرانیانو مېلمستیا ته اشاره وکړه او هیله یی ښکاره کړه چې راروان ایران قرآنی مقابلو کې بیا هم دعوت شي.

یادښتونه: د ایران قرآنی نړیواله مقابلو ۳۴ دوره له ۳۰ فروردین نه تر ۶ اردیبشت پورې د تهران په امام خمیني ره مصلی کې پیل کېږي.

captcha