iqna

IQNA

زمونږ په هکله

بسم‌الله الرحمن الرحیم


قرآنی خبر خپروونکې ټولنه(ایکنا) باندې یو نظر

سريزه:
اسلامي نړۍ کښې د ايران لومړنۍ او ترټولو لویه او ځانګړېقرآنی خبرونو بنسټ د ایران قرآنی خبرونو په عنوان سره چې «IQNA»لنډیز عبارت سره پېژندلي کېږي.د 1424 هجري سپوږميز کال د روژې د مبارکې مياشتې په پينځلسمه نيټه چې د 1382 لمريز کال د لړم د مياشتې شلمې نيټې سره سمون لري، د هغه وخت د اسلامي جمهوري ايران د ولس مشر په لاس یی پرانیسته وشوه.

مونږ هميشه دا هڅه کړې ده چې د ايران او د نړۍ د بيلا بيلو ځايونو خبرونه او پيښې د قرآنی ليدتوګې له مخې په بيلا بيلو ډګرونو لکه سياسي، هنري، ادبي، ټولنيز، د قراني چارې، علم او تفکر، ويب پاڼې او نړيوال، کښې وڅيړو او تحليل يې وکړو.

 

د خبرونو خپروونکې دې ټولنې خپل کار په فارسي ژبه کښې د ورځې ۷ خبرونه خپرولو سره شورو کړې وو، اوس د الله په فضل سره ۱۵ کاله فعالیت نه ورستو دا توان لري چې تقریبا روزانه ۸۵۰ خبرونه د نړۍ په 21 ژوندۍ ژبو کښې ژباړه کړې او تر یو میلیون او درې سوه زره پورې قرآنی خبرونه وړاندې کړي.

د نړیواله دنده او د ژبو توپیر ته توجه سره او د نړۍ په ډګر د قرآنی رسنۍ ستر فعالیتونو ته کتنې سره د ایکنا خبرونو بنسټ، په د کال ۱۳۹۱ اسفند میاشته کې د دې خبرونو بنسټ له اسلامی لارښوونکې او کلتوری وزارت مطبوعاتو مرستیال منښتلیک سره خپل نوم «د قرآن نړیواله خبرونه» ته بدلون ورکړو چې همدارنګه له قرآن سره د ټولې نړۍ مسلمانانو سره اړوند وي.

موخې او غرضونه:

1. کوټلې خبرونه او د نړۍ او د هیواد قرآنی او د دینی چارو چټک معلومات بهرنې او کورنې مخاطبانو ته وړاندې کول

2. ایران اسلامی او سراسر نړۍ کې د قرآن کلتور ته تحقق ورکولو لپاره لټون

3. د قرآنی طرز ژوند ته د ټولنیزي لارښودنه

4. مختلفو برخو کې د قرآن کریم ښودنو هیرتوب تمبونه

5. د نورو مسلمانانو ملتونو په نظر کې د جمهوری اسلامی سپېڅلې او هسک نظام نه او په تېره د قرآن په اړه د شکونو لمنځه وړل

د ایکنا ژبې:

د قرآنی خبرونو خپروونکې نړیواله رسندویه (ایکنا) په دې وخت د نړۍ په یویشتو ژوندۍ ژبو کې چې فارسی، عربی، انګریزي، فرانسیسي، اردو، ایټالیایي، چیني، روسي، اسپانیولی، بنگالي، هوسایي، پښتو، هندي، ترکيه ای، سواحیلي، آذري،پرتګالی، ملایشیائي، انډونیشیائي ، فلیپیني وجرمني ژبې پکې شاملیږي،قرآنی او کلتوری خبرونه خپروي او دا خبرونه د هرې ورځې په اساس خپریږي،

د ایکنا څانګې:

په سراسر هیواد کې د ایکنا بهېر کې ځانګړې ګډون او مؤثر شتون لپاره او همدارنګه د نړۍ چارچاپېره، ولایتی او خارجي څانګو کې قرآنی رسنۍ په مختلفو کلونو کې پرانیستي دي، د ایکنا څانګو پرانیسته د هیواد په ۳۰ ولایتو او هم دارنګه د نړۍ ۶ سیمو کې ایکنا بریالتوب تر ننه پوري لري:

د ایکنا ولایتی څانګې:

ایلام، غربی آذربایجان‌ ، شرقی آذربایجان‌ ، اردبیل، البرز، اصفهان، بوشهر ، سیستان‌ او بلوچستان، چهارمحال او بختیاری، خوزستان، رضوی خراسان‌ ، سمنان، قزوین، لرستان، زنجان، قم، جنوبی خراسان‌، کرمان، کردستان، کهګیلویه و بویراحمد، ګلستان، شمالی خراسان‌ ،کرمانشاه، ګیلان، فارس، مازندران، مرکزی، هرمزګان،همدان، یزد.

 

بهرني سیمې:

لویدیځ آسیا سیمه
 
د ختیځ آسیا سیمه
 
د منځنۍ آسیا سیمه
 
اروپایي سیمه
 
د افریقا سیمه
 
امریکایی سیمه

 

خبري خدمات:

دې ته پام سره چې د ایکنا خبرونو بنسټ کار، په مختلفو برخو لکه ادبی، سیاسی، هنري، ټولنیزه، اقتصادی او ... کې د قرآنی کلتور خپرول دي، د ایکنا خبرونو ټولنې د نندارچیانو اړتیاوي او د قرآنی مفهومونو روښانه کولو سم تشخیص سره په دې ډګر کې تشکیل شوي، د ایکنا محتوا تولید دوه ډوله دي: الف) محور يې پېښه وي: د مختلفو ډګرونو پېښو خبرونه خپرولو ته شاملېږي. ب) محور یی مطلب وي: د قرآنی مختلفو موضوعاتو مطلبونه د نندارچیانو اړتیاوي او د ایکنا رسنۍ لومړیتوب تګلارې سره وړاندي کول، د ایکنا مطلب محور بهېر د استاذانو او د لوړو پوهاندو نه استفاده کولو او د هغوي لارښود او ټاکلې مطلبونو او کارپوهانو سره مرکې او په دغه ډګر کې متخصص کسانو لید کتنې نه پس په اخیره کې دا محتوا تیارېږي او ځانګړي ګڼيال بڼه او لیک کې خپرېږي.

ایکنا دې وخت د ۸ خدماتې او ۶۵ لاسلاندې خبري خدمات لاندې ورکړي شوي:

· قرآنی فعالیتونه: (قرآنی فعالیتونه، قرآنی موسسې، قرآنی شخصیتونه او افتخاري خبريالان)

· سیاست او اقتصاد (سیاسي او اقتصادي)

· ښوونې (حوزه او پوهنتون اند)

· ټولنېزه(ټولنه، سلامتې او انټرنیټي)

· ادب او هنر(ادب، هنر، جهاد او حماسه)

· نړیوال(فارسی، عربی، انګلیسې، فرانسې، روسې، اردو او نورې ژبې)

· ولایتې څانګې

· انځورونه او یو شمېر رسنۍ

د افتخاري خبريالو ډله د قرانی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) په کال ۸۳ کې د افتخاري خبریالو قبلولو او د قرآنی خبرونو ورځنې اړتیا پوره کولو لپاره یو لویه څانګه د هیواد په سطح جوړه شوه، دې ډلې کې تراوسه تقریبا ۷۲۶۸ خبریالو نوم په لیک کړي او له ۵۳۰۰ نه زیات فعال خبریال تقریبا چې هر ورځ تقریبا ۱۲۰ خبرونه رالېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) له دې پروګرامونو او اهدافو نه چې بیان شو نور پروګرامونه هم لري چې لاندې ورته اشاره شوي.

الف) تخصصي غونډې پيل کول

ب) رایحه مجله خپرول

ج) قرآنی کانفرانس کې ګډون او پيل کول.