د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپانې نه په نقل، میرمن رحمانی ددې خبرې په کولو سره چې په کوم اساس سپینه ماڼۍ له طالبانو ډلې سره خبرې کوی ؟ وئیلی دی،له طالبانو سره په خبرواترو کې د امریکا وروستیو اقداماتو وسلوال طالبان د جنګ په ډګر کې لاسپین سترګی کړی او جراء ت ئې ورکړی دی او دوی د اشرف غنی د حکومت په ضد دباؤنه زیات کړ ی دی . په واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې دغه ترټولو روستۍ څرګندونې،د کابل واشنګټن ترمینځ دبې باؤرۍ دزیاتیدا نښې نښانې دی .
په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې له طالبانوډلې سره د دامریکا د یو اړخیزې موافقې داحتمال او دسولې په بهیر کې د کابل دحکومت دڅنګةکولو په دلیل پر امریکا سختې نیوکې وکړې .
میرمن رویا رحمانی په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی،له طالبانو ډلې سره د ا مریکا دحکومت نیغ په نیغه خبرو اترو دکابل حکومت په تورې تیارې کې ساتلی دی او د سولې په بې اغیزوالی او ورځینی د عمومی ملاتړ د نه کیدا په نسبت ئې اندیښنې زیاتې کړی دی .
میرمن رحمانی ددې خبرې په کولو سره چې په کوم اساس سپینه ماڼۍ له طالبانو ډلې سره خبرې کوی ؟ وئیلی دی،له طالبانو سره په خبرواترو کې د امریکا وروستیو اقداماتو وسلوال طالبان د جنګ په ډګر کې لاسپین سترګی کړی او جراء ت ئې ورکړی دی او دوی د اشرف غنی د حکومت په ضد دباؤنه زیات کړ ی دی . په واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې دغه ترټولو روستۍ څرګندونې،د کابل واشنګټن ترمینځ دبې باؤرۍ دزیاتیدا نښې نښانې دی .
له دې مخکې هم د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد ا... محب هم پر امریکائی چارواکو،د سولې د خبرواترو له بهیره د افغانستان د حکومت د څنډې ته کولو په دلیل سخت ټکونه کړی و .
د افغانستان د سولې د بهیرپه وړاندې دامریکائی حکومت په کړچار په نیوکو کې په واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې څرګندونې له طالبانو ډلې سره د سپینې ماڼۍ د هغو دوو اړخیزو خبرواترو په وړاندې دکابل حکومت د نیوکه کونکی دریځ د دوام ښودنه کوی،چې لامل شوی څو په افغانستان کې د ملی پخلاینې په لاره کې د کابل دحکومت رول څنډې ته شی .
دغه لیدتوګه شته چې له طالبانو سره دسولې له خبرواترو د افغانستان دحکومت دلیرې ساتلو لپاره دامریکا پروګرام لامل شوی څو دغه ډله د تیر وخت په نسبت لازیاته د کابل له حکومت سره په خبرواترو نه کولو کې پر خپل دریځ ټینګار وکړی .
د سپینې د ورانکارو سیاستونو له امله د سولې په بهیر کې د افغانستان د حکومت دموقعیّت کمزورتیا د طالبانو لپاره دا اخستون رامینځةکړی ، چې په دغه هیواد کې د سولې په موضوع کې اصلی رول دسپینۍ په غاړه ددی او په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا دڅرنګوالی په باب باید یوازې د امریکا له استازی سره موافقه وشی.
دغه شرائط لامل شوی د ی،څو په افغانستان کې د سولې دټینګیدو لپاره ددغه هیواد حکوممت رول ډیر پیکه شی او عملا طالبان د جنګ په سختولو سره،د ا مریکا له مرکچی ټیمه د امتیاز په اخستوپسې شوی دی،چې دغې موضوع په اوڅاره توګه د کابل حکومت او چارواکو لپاره مشکلات زیات کړی دی .
پر دې سربیره،له طالبانو ډلې سره دخبرواترو په بهیرکې د امریکادځینو چارو د پټَوَلو سیاست لامل شوی څو د افغانستان د حکومت په نیابت سره دغې ډلې ته د سپینې ماڼۍ د احتمالی امتیازونو په باب اندیښنې ددغه هیواد د ملی ګټو له خطرو سره دمخامخیدو لامل شی .
په همدې دلیل ده چې په افغانستان ې سیاسی او رسندوئی ټولنې له طالبانو سره د امریکا دخبرواترو د شفافوالی غوښتونکی دی .
دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم وئیلی دی ، د امریکا حکومت باید له طالبانو سره دخبرواترو په باب له خپلې خوا شفاف والی وښئ او په دې زمینې کې له خپلو اقداماتو دکابل حکومت ته اطلاع ورکړی .
داپه داسې حال کې دی چې د سیمې ځینو هیوادونو په تیره بیا د افغانستان ګاونډیو هیوادونو هم همدغه شان دریځونه مطرح کړی دی چې باید د امریکا اوطالبانو د خبرواترو احتمالی نتیجې دافغانستان دحکومت او همداراز د ګاونډیو هیوادونو لپاره باید دمنلو وړ وی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i82242