خوږو مينه والو د اسلام د ګران پيغمبرحضرت محمد مصطفی (صـ ) د يوه پآك لمسی حضرت امام حسن عسكری عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په شپو ورځو كې يوو. هغه بزرګوار د ۲۳۲ قمری كال په همداسې ورځ په مدينې منورې كې نړۍ ته سترګې رڼې كړې او د خپل ۲۸ كلن ژوند زياتره برخه ئې د عباسی خليفه ګانو د حكومت د مركز په سامره ښار كې تيره كړه امام بزرګوار پخپل ټول ژوند كې په پوهې او لرليد سره د اسلام د احيا لپاره هڅه وكړه.
د حضرت امام حسن عسكری عليه السلام د نيكمرغه زوكړې د كليزې په مناسبت يو ځل د مباركۍ په وئيلو سره په اوسنۍ برخې كې د دين د پولو په ساتلو كې د هغه بزرګوارد مدبرانه صلاحيتونو يوې برخې ته ستاسو پام راغواړو.
د اسلام د ګران پيغمبر د اهل بيت عليهم السلام د سيرت يو مهم اړخ د اسلام دعقايدو او معارفو د حريم دفاع وه .په دغې لارې كې ئې ډير كړاؤنه وزغمل،ځكه دپيغمبراكرم له رحلته وروسته داهل بيت عليهماالسلام په تيره بيادعباسيانواوامويانوپه دوران كې ددين دتبليغ شرائط ډيرسخت وو . دمسلمانانودواكمنۍپه سر كې داسې كسان وو چې دپيغمبر اكرم اودهغه بزګروارداهل بيت له سيرت سره ئې سمون نه خوړ .او كله ئې دهغه په اپوټه عمل كاوه.له دې امله دبدعت اوتحريف خطرې داسلام اصيل معارف ګواښل.په دې مينځوميان كې دپيغمبراكرم اهلبيت دهوښيار پوله ساتونكو په څيردهغه دين نګهبانان شول چې دخدای رسول هغه د بشریّت لپاره راډلۍ كړی ؤ .ددين دساتنې اهميت تردې حده دی چې حضرت امام محمدباقرعليه السلام داهلبيت عليهماالسلام دپيروكاروپوهانوموقيعيت له مجاهدانوبرلاسه وباله اووې فرمائيل:،دمونږپيروكارپوهان د هغوساتونكوپه څيردی چې دشيطان اودهغه دلښكريانوپه وړاندې دريدلی دی اوزمونږ پرپيروكارودهغوله حملې څخه چې له ځانه ددفاع توانمنی نه لری . ځكه زمونږ پيروكار پوهان د اسلام دفرهنګ اودعقايدوساتونكی دی .
حضرت امام حسن عسكری دعباسيانوپه دوران كې اوپه هغه وخت كې چې له جوړو شويو مذهبونو دوديدا او د دين په ضد د بدعت او تحريفاتو د وديدا اوج ؤ، په كارنده رودو سره ئې د دين بيرغ لوړ وساته . هغه بزرګوار په يوه حديث كې د پيغمبراودهغه بزرګوارداهل بيتو لارښونكی رول داسې بيانوی :،خداوندمتعال پخپلې مهربانۍ اوبخښنې سره پر بندګانو احسان وكړ اودخپل پيغمبر پاك وجود ئې دځيری لپاره ډالۍكړ .خدای پآك تاسودخپل دين په منلوكې بريالی كړئ اودتاسودمخكينيواو راتلونكو نسلونوپه زړونوكې ئې دعشق اومينې تخم كرلی اود لارښونكی كورنۍ (اهل بيت عليهماالسلام)سره ئې مينه وال وګرځول .
د حضرت امام حسن عسكری عليه السلام د هلو ځلو اصلی برخه دا وه چې اسلامی ټولنه په دينی بنسټونو سره پياوړی كړی . په هغه دور كې چې قدرتمنودځان دبقاء لپاره دبيلابيلومذهبی فرقودجوړولوپشمول له هر آوزاره كاراخستهّ،خوره منطقی لاره دانحرافی،سياسی اومذهبی انحرافاتو په وړاندې د دریځ اعلانول وو .حضرت امام حسن عسكری په همدغې رودې سره مسلمانان دجهالت په ګرداؤاودمنحرفوګوندونواوفرقودفسادله خطرو وژغورل . هغه بزرګوارخپل يوه ملګری ته په خطاب كې د بدعت اوانحراف راتلونكی داسې انځوركړ؛،ائ ابوهاشمه،يو داسې وخت به راورسیږی چې دخلكوڅيره به خوشاله،خوزړونه به ئې تورتم وی . هغوی به دپيغمبراكرم سنت بدعت اوخپل بدعتونه سنت وګڼی .مومنانوته به سپك نظيركوی اوله حق لار ې غړیږی :.
حضرت امام حسن عسكری عليه السلام لكه څنګه چې د عباسی خليفه ګانو له خوا په تنګڅې كې ؤ ، او له خپلوپيروكاروسره ئې دحضوری تماس امكان كميدهّ،ددين دمعارفودبيانولولپاره په ډيروموردونو كې پټوليكونو ليكلوته مجبوريدهّ .له همدې كبله دهغه بزرګوارملګری اوپيروكارانوخپلې پوښتنې ليكلې اوامام بزرګوارديوه توانمن اوځواب وركونكی رهبرپه توګه دهغوشكونه ختمول . له هغه بزرګوار ه داسې ډيرې ليكنې پآتې دی چې په هغوكې ئې ددين احكام اوعقايدبيان كړی دی . دمثال په توګه امام حسن عسكری (عـ) اسحاق بن اسماعيل نيشاپوری ته په يوه ليك كې د خمس اوزكواة په څير له مالی واجباتو سره اړونده شكونو ته داسې ځواب وركوی:، په رښتيا چې خدای پآك د خپل رحمت او مهربانۍ له پلوه پر تاسو يولړواجبات مقرركړل ،دهغې اړتيا په خاطرنه چې ورته ئې درلوده بلكې له تاسوسره دمهربانۍاو مينې لپآره،څوله بدو ښه جلا كړی او هغه څه چې په زړونوكې ئې لرئ ،وآزموئۍ اودخدای رحمت ته درسيدا لپآره پريوه بل برلاسه شئ .نوځكه حج اوعمره اودلمانځه قايمول او د زكواة وركول او دروژې ساتل او ولايت (رهبرۍ ) ته پابندكيدل ئې پر تاسو واجب كړی دی . هغه ددغو فريضوددرك كولو لپاره دتاسوپه لوريوه لاره پرانيستې ده اوهغوته درسيدا لپاره ئې يوه كلی (چابۍ ) ټاكلې ده . كه پيغمبر او د هغه بزرګوار اهل بيت نه و ائ ،نوتاسوبه لالهانده كيدائ اوهیڅ يوواجبات به مو نه پيژندل . آيا ښآر ته د داخليدو لپاره له دروازې پرته بل څه شی وی ؟ ،نو ځكه خدای له پيغمبروروسته دامامانوپه ټاكلوسره پرتاسو مهربانی وكړه ؛.
حضرت امام حسن عسكری عليه السلام له هغو فرقو سره چې د اسلام په نامه ئې د دين انحراف ته مخه كوله،مبارزه وكړه .هغه بزګروار پرله پسې ددغوفرقودخطرې په باب خپلوپيروكاروته خبرداری وركړل .ځكه چې د انحرافی افكاروخپريداداسلام دپراختيااوژورتياپه لاره كې لوی خنډ ؤ . يوه ورځ امام حسن عسكری ته خبر ورسيد چې د احمد بن هلال په نامه يوه كس صوفی پالنې ته مخه كړې ده اوپه دوكه بازوخبرو سره دپيغمبر اودهغه بزرګوار داهل بيتود اصيلومعارفودداغی ښودلوكې هڅه كوی احمد بن هلال په سلګونوځله مكې ته پلی سفرونه كړی وو او دغې موضوع دخلكو په وړاندې له هغه يومعنوی او عرفانی شخصيت جوړكړی ؤ . خو امام بزرګوارپه پريكندوالی سره او په خلكو كې دهغه ظآهری موقيعيت ته له پامه پرته يو ليك وليكهّ اوله مسلمانانو ئې وغوښتل څو له دغه كس څخه ليرې شی هغه بزرګوار په يوې وينا كې وفرمائيل :، پوه شئ چې دوی (صوفی مسلكه كسان) د مومنانودلارې غلهّ دی اوخلك ددين دمنكرانو لارې ته بولی .هرڅو ك ورسره مخامخ شی،بايدخپل دين اوايمان ورځينی وساتی :.
امام حسن عسكری عليه السلام دخلكودهرې پرګنې په هدايتولو كې له هماغې ډلې سره مناسبه روده خپلوله .كله په مواعظې سره،كله په خبرداری اوكله هم په ليك سره او كله هم دمتخصصوكسانوپه روزلوسره خلك د خدآی لارې ته بلل .يو مشهور تاريخ ليكونكی ابن شهرآشوب ليكی ، اسحاق كندی داسلام اوعربانويوفلاسفی ګڼل كيداودعراق اوسيدونكی ؤ. هغه ترمودوپورې ګوښه شوی او له خلكو په ليريكيدا سره ئې وخت دقرآن په خلاف ديوه كتاب په ليكلوكې ضائع كاوه اوپخپل خيال سره ئې په دغه كتاب كې دقرآن په باب غلطې خبرې كړی دی . داسحاق كندی يو شاګرد د امام حسن عسكری خدمت ته ورغی اوپه خپګان سره ئې ووئيل،چې مونږ له هغه سره دعلمی مقابلې توان نه لرو .امام بزرګوار هغه ته يو لړبشپړمطالب ورزده كړل اوله هغه ئې وغوښتل څواسحاق كندی سره مناظره وكړی .له ډيرې مودې وروسته دكندی شاګردخپل استادته ورغی اوخپلې پوهې ئې هغه ته منتقلې كړې . كندی ورووروحقيقت ته متوجه شواوپوه شو هغه څه چې دهغه شاګردئې هغه ته وائی ،دامام حسن عسكری په څيردلوړشخصيت اوعالم خبرې دی .كندی د خپلو شاګرد له خولې د اما م حسن عسكری عليه السلام د استدلال په آوريدو سره داسې قانع شو چې فيصله ئې وكړه خپل ليكل شوی كتاب وسوځوی
حضرت امام خسن عسكری د اسلام د اصيلو معارفو په ساتلوكې ځپل ملګری او پيروكار په نيت كې صداقت ،تزكيه نفس او صالح عمل ته بلل . امام بزرګوار پر دې باوری ؤ چې د دين دمعارفودپراختيااوژورتيا يوه لاره د هغه دپيرو كاروكړچاراوكړن لاره ده .ځكه هرڅومره له يوه بل سره په پياوړی ارتباط كې عمل او ايمان ولری ،نو مخاطبان به لازيات كړی . په همدې دليل ئې له خپلو پيروكاروغوښتل خپل عملونه وجاجوی او خپل حساب كتاب دې وكړی اوګناه دې وړه ونه ګڼی او په عمل او عقيدې كې د حقيقت روښآنه لاره غوره كړی . د امام حسن عسكری عيه السلام يوه اخلاقی اوتربيتی لارښونه هغه ځواب دی چې هغه بزرګوار ابو هاشم ته وركړی دی
ابوهاشم وائی،يوه ورځ مو له خپل خدای سره راز اونيازكاوه اوپه يا اسمع السامعّين(اﺉ دآوريدونكوخوره لويی آوريدونكيه)ټكی سره مې له خدای پاكه وغوښتل،مادخپلوخاصوبندګانوپه ليكه كې راولې.هغه وخت حضرت امام حسن عسكری عليه السلام راته متوجه شواووې فرمايل :،اﺉ ابوهاشمه،ته دخدای په لوری كې ئې ځكه په خدای ايمان لری اودهغه رسول دې منلی دی .دخدای واليان دې په ښه توګه پيژندلی دی اودهغوی پيروی كوې .نوتاته دې مبارك وی ؛.هغه وخت حضرت امام حسن عسكری دقرآن پاك د مائدې سورې د ۵۶ آيت په استنادسره وفرمايل :،څوك چې دخدای اورسول سرپرستی اوولايت ومنی،دخدای ګوندته داخلیږی ؛.په حقيقت كې امام بزرګوارټينګاركوی چې په عملی توګه بايدله خدای اودهغه دپيغمبراطاعت وشی اوپه هركاركې پرنوروكارونو اوغوښتنودهغوی اراده اوغوښتنه برلاسه وګڼل شی :.
دوستانودحضرت امام حسن عسكری عليه السلام دنيكمرغه زوكړې دكليزې په مناسبت مباركی وايواوپر محمداودهغه پر آل په دروداوسلام استولوسره له خداوندمتعاله غواړوچې مونږټول د دين په روښآنه لاركې تل پاتې وساتی اومونږ ټولوته دپيغمبراود هغه بزرګوارداهل بيت عليهماالسلام له معرفته داستفادې توفيق راپه برخه كړې
762545