د «fr.apa»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قفقاز د مسلمانانو د ادارې رئيس شيخالاسلام «اللهشكور پاشازاده» ددې مطلب په بيانولو سره ووئيل: حسينی عزادارانو ته پكار دی چې د ابا عبدالله الحسين د عزادارۍ مراسم په ښه او غوره ډول تر سره كړی او د هغو كارونو له تر سره كولو څخه چې د اهل بيت (ع) له تعاليمو سره مخالف دی ډډه وكړی.
دوی زياته كړه: د آذربايجان د روغتيا وزارت به د پلازمينې باكو ښار او د دغه هيواد د نورو ښارونو په سترو چوكونو كښې د وينې وركولو له پاره يو شمير مركزونه جوړ كړی او حسينی ماتم كونكی كوې شی د امام حسين (ع) او د هغوی د ملګرو سره د خپل ارادت او مينې د ښودلو له پاره وينه وركړی. 909872