IQNA

په اېتوپيا كښې د اسلامی بېدارۍ د نښو نښانوراڅرګندېدل

19:36 - July 29, 2012
د خبر لمبر: 2380240
نړيواله ډله: يو سياسی شناندے باوری دے چې د اېتوپيا د مسلمانو اقليتونو په خلاف د دغه هېواد د وزيراعظم ملس زناوی بد او ظالمانه سياستونه د اسلامی بېدارۍ د څپې د راڅرګندېدو نښې دی او په دغه هېواد كښې د انقلاب د رامنځته كېدو زمينه د برابرېدو په حال كښې ده.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) On Islam د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د امريكې د مېنسوتائی (( سېنټ مری )) پوهنتون اسسټنټ پروفېسر او د بشری حقوقو فعال شخصيت حسن حسېن د زمری د مياشتې په ٤ نېټه وويل: د اسلامی بېدارۍ څپه اېتوپيا ته هم رسېدلې ده او د دغه هېواد ظالم وزيراعظم د مسلمانانو ځپنه د دې موضوع د اواری د حل لارې په توګه په مخكښې نيولې ده. خو پكار دی پوه شی چې دغه څپنې په دغه هېواد كښې د انقلاب د راڅرګندېدو لپاره لاره برابروی.
هغۀ وويل: اعتراض كوونكی پوهیږی چې د مدنی او ډېموكرېټكو ازاديو د ترلاسه كولولپاره ورته د اكثرو خلوق ملاتړ حاصل دے. نورې سيمې هم پكار دی د ورته حقوقو په نسبت د اعتراضونو په بهير كښې ګډون وكړی.
د بشری حقوقو دغه فعال په دوام كښې وويل: د مسلمانانو غوښتنې پكار دی پوره شی او پكار دی ووايو چې د دغو غوښتنو پوره كېدل كېدې شی د حكومت بدلېدو نه ضرورت ولری لكه څنګه چې په ځينو عربو هېوادونو كښې یې كتونكی وو او يو.
د يادونې ده په تېرو څو هفتو كښې اېتوپيا د مسلمانانو د په مذهبی چارو كښې د حكومت د مداخلت په دليل د مسلمانانو د احتجاجونو ډګر جوړ شوے دے.
د ويلوده چې په اېتوپيا كښې د مسلمانانو شمېر دېرشو مېليونوته رسیږی چې دا شمېره د اېتوپيا د نوی ميليونونفوسو ٣٥ فيصده تشكيلوی.
1064297
captcha