IQNA

د امريكې د كانګرس د نمائنده له توهين نه په ډكې وېنا باندې دابراهيمی دينونو د مشران احتجاج

22:52 - August 13, 2012
د خبر لمبر: 2392202
نړيواله ډله:د امريكې د كانګرس د جمهوريت غوښتونكو د استازی جو والش له سپكاوی نه ډكې وېناد دغه هېواد د مذهبی مشرانو قهر راپارولے دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د theOnline د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، جو والش تېره هفته د امريكې په ايلينو صوبه كښې په خپله يوه وېنا كښې د ستمبر د يولسمې د پېښې نسبت مسلمانانو ته وركړ او د دغسې يوې بلې پېښې رامنځته كېدو ته په اشارې سره یې په امريكه كښې د مسلمانانو موجودګی د دغه هېواد دكورنی امنيت لپاره يو جدی ګواښ وبالۀ.
له دې بې بنيادې وېنا نه وروسته مسيحی او يهودی مشرانو په يو اخباری كانفرنس كښې چې د اسلامی- امريكائی تعلقاتو د شورا په شيكاګوی څانګه كښې وشو ددغه سياسی چارواكی له سپكاوی نه ډكې وېنا ته په اشارې سره وويل: د جووالش غرضی او د اسلام په خلاف وېنا په ټولنه كښې له اسلام څخه د ويرونې د تفكراتو د پېدا كېدو سبب شوې او د امريكې په سطح د جوماتونو امنيت یې له خطر سره مخامخ كړے دے.
په دغه اخباری كانفرنس كښې مسيحی او يهودی مشرانو له والش څخه وغوښتل چې خپلې له سپكاوی نه ډكه وېنا دې واپس واخلی او د امريكې له مسلمانانو نه دې په رسمی توګه عذر خواهی وكړی.
په دغه كانفرنس كښې د شېكاګو د اسلامی تنظيمونو د شورا مشر ظاهر سهلول د دې مسئلې په وضاحت كې وويل:د امريكې د مسلمانانو ګواښ بلل چې د والش له تعصب نه د ډكو او نسل پرستانه سياستونو ښودنه كوی په داسې حال كښې دی چې د ايلينوی صوبې د مسلمانو ابادی په مهمه توګه غېرمسلمان ښاريز او معلمان، ډاكټران تشكيلوی او دا چاره غېر منصفانه ده.
د ويلو ده چې د غېر رسمی شمېرنو مطابق تقريباً اوۀ ميليونه مسلمانانو په امريكه كښې ژوند كوی.

1076899
captcha