IQNA

د ناپييلی غورځنګ په غونډه كې د ايت الله العظمی سيد علي خامنه ای وينا

19:21 - August 30, 2012
د خبر لمبر: 2401858
سياسی ډله: په تهران كې د ناپييلو د غورځنګ په شپاړسمه سرمشريزه كې د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د وينا پښتو ژباړه:
بسم‌اللّه‌الرّحمن‌الرّحيم‌
الحمد للّه ربّ العالمين و الصّلاة و السّلام على الرّسول الأعظم الأمين و على ءاله الطّاهرين‌ و صحبه المنتجبين و على جميع الأنبياء و المرسلين.
تاسو قدرمنو ميلمنو، د ناپييلی غورځنګ د غړو هيوادونو مشرانو او استازندويه پلاويو او په د غه لويه نړيواله غونډه كې نورو ګډونوالو ته هركلی وايم.
مونږ دلته راغونډ شوې يوو چې د لوی خدای په هدايت او مرسته، هغه حركت او بهير چې شپږ لسيزې مخكې یې څو زړه سواندو او ذمه دارو سياسی مشرانو په هوښيارۍ، موقع پيژندنه او میړانې سره بنسټ كیښوده، د نړۍ نننيو اړتياوو او شرايطو ته په پام سره جاری وساتو ، بلكه په هغه كې نوی روح او ژوند پوكړو. زمونږ ميلمانه د نړۍ له ليرو او نزدو سيمو دلته راغونډ شوې او د مختلفو ولسونو، توكمونو خلك او د بيلا بيلو اعقتادی، كلتوری ، تاريخی او وارثتی اړيكو او تعلقاتو لرونكې دی؛ خو لكه څنګه چې د دغه غورځنګ يو بنسټ ګر«احمد سوكارنو» په نولس سوه پينځه پنځوسم كې د باندونګ په مشهوره غونډه كې وويل، د ناپييلی غورځنګ د جوړيدو بنياد، جغرافيايی او توكمی يا دينی وحدت نه دی بلكه د ضرورت يو والی دی.
په هغه وخت كې د ناپييلو د غورځنګ غړی هيوادونه، داسې پيوستون ته اړمن وو چې هغوی د اقتدار پالو، كبرجنو او نه بدليدونكو چينلونو له ولكې خوندی وساتی؛ نن د سلطه پالنې د اوزارو په پرمختګ او پراختيا سره ، دا اړتيا هماغه راز په خپله ځای پاتې ده .
زه غواړم يو بل حقيقت درته ووايم: اسلام مونږ ته ښودلې ده چې ا انسانان له توكمی، ژبنی او كلتوری توپيرونو سره سره يو شان فطرت لری چې هغوی پاكۍ، عدالت، نيكۍ،همدردۍ او همكارۍ ته بولی. او همدا ګډه خټه ده چې كه له ګمراه كوونكو انګيزو روغه تيره شی، انسانان د خدای د لوی ذات د معرفت او توحيد په لور بيايی. دا ځلنده حقيقت دومره وړتيا لری چې كولی شی د پراختيا او عدالت د لرونكو، ازادو او سرلوړو ټولنو د جوړولو لپاره يو بنياد او ملاتړ وګرځی او د معنويت وړانګې د انسانانو په ټولو مادی او دنياوی فعاليتونو هم وځلوی. او دهغوی لپاره د اخرت له جنته مخكې چې الهی دينونو یې وعده وركړې ده په دنيا كې جنت برابر كړی. او هم دا راز يو ګډ او مشترك حقيقت دی چې د هغو ی ولسونو د ورورګلويزو ملګرتياو بنياد ګرځيدلی شی چې د ظاهری بڼې له نظره او د تاريخی مخينې او سيمه ايزې جغرافيا له اړخه يو بل ته هیڅ ورته والی نه لری. كه نړيوالې ملګرتياوې په داسې بنياد او آر ولاړې وی، دولتونه به خپل مينځی اړيكی د ويرې، ګواښ، لالچ او يو اړخيزو ګټو او د خاينو او ځان پلورو كسانو د دلالۍ په اساس نه، بلكې د روغو او ګډو ګټو په بنياد، او تر دې لوړ، د انسانی ګټو په اساس برابر كړی او خپل ویښ ضمير، او د خپلو ولسونو زړه له اندیښنو په كرار كړی.
دغه آئيديال نظم دسلطې دنظام په مقابل كې ولاړ دی چې پهّ وروستيو پیړيو كې لويديیځ سلطه پال، او نن د امريكا تيریګر او سرزوری دولت د هغې مدعی، مبلغ او بيرغچی دی ګرانو ميلمنو! نن دا دی د ناپييلې غورځنګ اصلی آئیډياګانې او نظريه د شپيتو كلونو له تيريدو سره سره هماغه شان ژوندۍ او پر ځای ده؛ د ښكيلاك ځپنې، د سياسی اقتصادی او كلتوری خپلواكی غوښتنې، له قدرتمنو بلاكونو سره د ناپييليتا، او د غړو هيوادو نو تر مينځ د پيوستون او ملګرتيا دزياتولو په شان نظريات او ارمانونه . كه څه هم د نړۍ نننی واقعيتونه له دغو ارمانونو ليرې دی؛ خو له واقعيتونو د تيريدنې او ارمانونو ته د رسيدنې لپاره ګډ هوډ، او هر اړخيزې هڅې كه څه هم له ننګونو سره مخامخې دی خو بيا هم ګټه ورې او هيله منوونكې دی.
ډير وخت نه دی تير چې مونږ د ساړه جنګ د پېر د سياستونو ماتې وليدله او ورپسې بيا يو اړخيز پالنه پيل شوه. نړۍ له دغه تاريخی تجربې د عبرت په اخستلو سره نوی نړيوال نظام ته د اوړيدلو په حال كې ده . او د ناپييلو غورځنګ كولی شی او بايده ده چې نوی رول ولوبوی. دا نظام بايد د ټولو د مشاركت او د ولسونو دحقوقود برابرۍ پر اساس ولاړ وی؛ او د دغه نوی نظم د جوړيدو لپاره د دې غورځنګ د غړيو هيوادونو غږملتيا او پيوستون، د نننی مهال يو جوت ضرورت دی. له نيكه مرغه د نړيوالو بدلونونو لرليد د دغه شان يو څو اړخيز نظام زيری وركوی چې په هغه كې د قدرت او طاقت دوديز قطبونه خپل ځای د هڅوبونو او كلتورونو د لرونكو هيوادونو يوې ټولګې ته وركوی چې بيلا بيلې اقتصادی ، ټولنيزې اوسياسی سرچينې لری هغه هیښنده پیښې چې په تيرو ديرشو كلونو كې تيرې شوې؛ په ډاګوی چې د نويو طاقتونو رابرڅيره كيدل د زړو طاقتونو له كمزورتيا سره يو ځای وو.
د طاقت دا تدريجی بدلون، د ناپييلی غورځنګ هيوادونو ته فرصت وركوی چې په نړيوال ډ ګر كې لا اغيزمن او غوره رول په غاړه واخلی او په درستې نړۍ كې د عادلانه مديريت او واقعی ګډون او مشاركت زمينه برابره كړی.
مونږ د دغه غورځنګ غړی هيوادونه توانيدلې يوو په يوې اوږدې مودې كې ، د نظرونو او ګروهنو له تنوع سره سره د ګډو ارمانونو او نظرياتو په چوكاټ كې خپل پيوستون او پيوند وساتو؛ او دا كومه وړه او معمولی بريا نه ده . دا پيوند كولی شی يو عادلانه او انسانی نظم ته د رسيدلو وسيله وګرځی. د نړۍ اوسنی شرايط ښايی د ناپييلو د غورځنګ لپاره نه تكراريدونكی فرصت وی.
زمونږ خبره دا ده چې د نړۍ كنټرول روم بايد د يو څو لويدیځو هيوادونو په ديكتاتورۍ سره اداره نه شی. بايده ده چې د نړيوال مديريت او چلولو په ډګر كې يو نړيوال دموكراتيك مشاركت برابر او تضمين كړو. دا دی دهغو ټولو هيوادونو ضرورت چې د يو څو زورورو او سلطه غواړو هيوادونو له لاسوهنو یې نيغ په نيغه يا غير مستقيم تاوان ليدلی او وينی یې.
د ملګرو ملتو امنيت شورا غير منطقی، نا عادلانه او بشپړ غير دموكراتيك جوړښت او سسټم لری.دا يوه ښكاره زورواكی، او يو ووروست ، منسوخ او ايكسپاير حالت دی. له همدغه غلط سسټمه په استفادې سره ده چې امريكا او ملګری یې توانيدلې خپلې بدماشۍ د ښو او شريفو مفاهيمو په جامه كې پر نړۍ وتپی. هغوی وايی: « بشری حقوق» او په دې وسيله د لويدیځ ګټې اداره كوی؛وايی: « دموكراسی» او دهغه په ځای په ځينو هيوادونو كې پوځی لاسوهنه كوی؛ وايی: « له ترهه ګرۍ سره مبارزه» خو په خپلو وسلو او بمونو سره بې دفاع خلك، كلی او ښارونه په نښه كوی. د هغوی په نظر كې بشريت په درې درجې ښاريزو ، يعنې لومړۍ درجه ، دوهمه درجه او دريمه درجه ښاريزو تقسيمیږی. په آسيا، افريقا او لاتينې امريكا كې د انسانانو وينه او ځان ارزان، او په امريكا او لويدیځ كې ګران او قيمتی حسابیږی. د امريكا او اروپا امنيت مهم، او د نور بشريت امنيت بې اهميته ګڼل كیږی. شكنجه او ترور كه د امريكايانو صهيونيسټانو او دهغوی دلاس پوڅو په لاس وی ، جايز دی او بيخی سترګې پرې پټيدی شی. د هغوی پټ بندونه او زندانونه، چې د مختلفو لويو وچو په ډيرو سيمو كې له بې دفاع، بې وكيله او بې محاكمې بنديانو سره د ډيرو سپكو، او كركجنو سلوكونو كتونكی دی دهغوی ضمير نه ځوروی. ښه اوبد، په بشپړ ډول دهغوی په خوښه او په يو اړخيزه توګه تعريف كیږی . خپلې ګټې ، د «نړيوالو قوانينو» او د ز ور او ناقانونی خبرې د « نړيوالې ټولنې» په نامه په ولسونو ورتپی. او د منظمو او انحصاری رسندويی چينلونو په وسيله خپل دروغ ، رښتيا او خپل باطل حق او ظلم د عدالت په توګه خلكو ته ښيی او د دې په اپوټه، هره حقه خبره چې د هغوی د دوكې برڅيره كوونكې ده، دروغ او هره حقه غوښتنه ، سرغړونه او سركشی ګڼی. ای ملګرو! دا عبيجن او تاوانجن حالت نور جاری نه شی پاتې كيدلی. ټول له دغه غلط نړيوال سسټم او تركيبه ستړې شوې دی.
په امريكا كې د طاقت او شتمنۍ د مركزونو پر وړاندې د دغه هيواد د نه نوی فيصده خلكو غورځنګ، او د لويدیځ په اروپايی هيوادونو كې د خپلو دولتونو په اقتصادی سياستونو د د غه هيوادونو عمومی اعتراضونه هم د دې ښودنه كوی د دغه حالت په دوام د خلكو دصبر پيمانه ډكه شوې ده . او ددغه نامعقوله حالت درملنه پكار ده.
د ناپييلی غورځنګ د غړو هيوادونو كلك او منطقی پيوند د دغه علاج د لارې په پيدا كولو او كچ كولو كې ژور ې اغيزې شيندلی شی. ګرانو ګډونوالو! نړيواله سوله او امنيت زمونږ د نننۍ نړۍ ډيره سخته او ګرمه مسئله ده او د ډلووژونكواو بوږنوونكو وسلو ختمول ، يو فوری ضرورت او ګډه غوښتنه ده. په نننۍ نړۍ كې امنيت يوه ګډه مسئله ده چې ټول ورته ضرورت لری. هغه هيوادونه چې په خپلو وسله كوټونو كې بشری ضد وسلې ډمباروری ، حق نه لری ځانونه د نړيوال امنيت بيرغوال وګڼی، هیڅ شك نيشته چې دا چاره به حتی د دوی خپل امنيت هم ونه ساتل شی. نن په ډير افسوس سره ليدل كیږی چې د ډيرو ایټمی وسلو لرونكی هيوادونه له خپلو پوځی نظريو د دغه وژونكو وسلو د ختمولو كلكه او رښتينې اراده نه لری او هغه هماغه شان د ګواښ مخ نيونكی عامل او د خپل نړيوال او سياسی پوزيشن د ساتلو لپاره مهم توكی ګڼی. دا يو بالكل غلط او مردود تصور دی. ایټمی وسلې نه د امنيت راوستونكې دی او نه د سياسی قدرت پياوړوونكې دی، بلكه د دغو دوو لپاره يو ګواښ دی. د نويمې لسيزې پیښو وښودله چې د دغو وسلو لرلو د پخوانی شوروی په شان هيواد ونه ساتل شو. نن هم داسې هيوادونه پيژنو چې د ایټم بم له لرلو سره سره د اناامنۍ له وژونكو څپو سره مخامخ دی د ايران اسلامی جمهوريت له ایټمی، كميايی او دې ته ورته وسلو څخه استفاده لويه او نه بخښيدونكې ګناه ګڼی. مونږ « له ایټمی وسلو د پاك مينځنی ختیځ» شعار وركړ او په هغه پابنده يوو. خو دا د سوله ايزې ایټمی انرژۍ د لرلو او د ایټمی سونګو د جوړولو له حقه د سترګو پټولو په معنا نه ده . له دغه انرژۍ سوله ايزه استفاده د نړيوالو قوانيونو په اساس د ټولو هيوادونو حق دی ، بايد هڅه وكړی چې له دغه سالمې انرژۍ د د خپل هيواد او ولسونو د مهم مصارفو او استعمال لپاره استفاده وكړی.او د دغه حق په استعمال كې په نورو پورې پييلې او تړلې نه وی. څو لويدیځ هيوادونه چې په خپله د ایټمی وسلو لرونكی او د دغه غير قانونی كار كوونكی دی ، غواړی چې د ایټمی سونګو توليد هم يوازې په خپل موټی كې ولری . يو مرموزه حركت د جوړيدو په حال كې دی چې د ایټمی سونګو د خرڅلاو او توليد انحصار په ظاهره د نړيوالو مركزونو خو په حقيقت كې د يو څو لويدیځو هيوادونو په منګولو كې د هميشه لپاره وساتی.
زمونږ د زمانې تريخ طنز دا دی چې د امريكا دولت چې تر ټولو زياتې ایټمی او ډل وژونكې وسلې لری او يوازينۍ استعمالوونكی یې دی، نن غواړی د ایټمی وسلو له پراختيا سره د مخالفت بيرغ په لاس كې واخلی.! هغوی خپل لويدیځ شريك، صهيونسټ غاصب رژيم په ایټمی وسلو سنبال كړی او د دغه حساسې سيمې لپاره یې یې لوی ګواښ جوړ كړی دی؛ خو همدغه غولوونكې ټولګه د نورو خپلواكو هيوادونو له خوا له سوله ايزې ایټمی انرژۍ استفاده نه زغمی او حتی د راديو درملو او نورو سوله ايزو انسانی كارونو لپاره د ایټمی سونګو له توليد سره تر خپله وسه مقابله كوی. د هغوی دروغه پلمه د ایټمی وسلو له جوړولوويره ده.
د اسلامی ايران په هكله هغوی په خپله ښه پوهیږی چې دروغ وايی ؛ خو كله چې په سياست كې د معنويت هیڅ نښه نه وی دروغ هم روا ګڼی. ايا هغه هيواد چې په يوه ويشتمه پیړۍ كې نور په ایټم بم ګواښی او شرم نه كوی، له دروغ ويلو به شرم او ډډه وكړی؟!
زه ټينګار كوم چې د ايران اسلامی جمهوريت ، هیڅكله د ایټمی وسلو جوړول نه غواړی ، او همداراز له سوله ايزې ایټمی انرژۍ په استفادې كې د خپل ولس له حقه هم هیڅكله نه تيریږی. زمونږ شعار دی «ایټمی انرژی د ټولو لپاره، ایټمی وسلې د هيچا لپاره» مونږ په دغو دواړو خبرو ټينګار كوو او پوهیږو چې د اين پی ټی تړون په چوكاټ كې د ایټمی انرژۍ په توليد كې د څو لويدیځو هيوادونو دانحصار ماتول د ټولو خپلواكو هيوادونو منجمله د ناپييلې غورځنګ د غړيو هيوادونو په ګټه دی. د امريكا او د هغې د ملګرو د هر اړخيزو بدماشيو او دباوونو په وړاندې د كاميابې دريدنې د ديرشو كلونو تجربې د ايران اسلامی جمهوريت دې كلك يقين ته رسولی دی چې د يو متحد او هوډ من ولس مقاومت د دې طاقت لری چې په ټولو تربګنيو او دښمنيو بريالی شی او د لوړو موخو په لور وياړمنه لاره پرانيزی. په تيرو شلو كلونو كې زمونږ د هيواد هر اړخيز پرمختګونه هغه واقعيت دی چې ټولو ته ښكاره دی. او د نړۍ رسمی څارونكی پرې هميشه ډاډه شوې دی ؛ او دا ټول د اقتصادی بنديزونو او فشارونو او په امريكا او صهيونزم پورې د اړونده چينلونو له تبليغاتی يرغلونوسره سره وو. هغه بايكاټونه چې دغه بكواس كوونكی یې زمونږ شلوونكی ګڼی ، نه يوازې مونږ یې شل كړې نه يوو او نه به مو كړی بلكه زمونږ ګامونه به لا پياوړې، همت به مو لا لوړ، او د خپلو تحليلونو په سموالی زمونږ ډاډ، او د خپل ولس په وړتياوو او وسونو زمونږ باور نور هم زيات كړی دی. مونږ د دغه چينلجونو په وړاندې له ځان سره دخدای ملګرتيا په ځلونو د سر په سترګو ليدلې ده .
ګرانو ميلمنو! ضروری ګڼم دلته په يوې ډيرې مهمې مسئلې خبرې و كړم؛ كه څه هم زمونږ له سيمې سره اړه لری خو د هغې پراخ اړخونه له دې سيمې اوړيدلې او په تيرو څو لسيزو كې یې نړيوال سياست تر اغيز لاندې راوستی دی. او هغه ، د فلسطين دردوونكې مسئله ده. ددغه كيسې لنډيز دا دی چې د فلسطين په نامه يو خپلواكه او د يوې ځلانده تاريخی پيژندګلو او شناخت لرونكی هيواد د شلمې پیړۍ په څلویښتمه لسيزه كې د انګلستان په مشرۍ د لويدیځ په يوې بوږنوونكې توطئې سره د هغې له ولسه وتروړل، او د وژلې او وسلې په زور او دوكې سره داسې يو ټولی ته چې زياتره له اروپايی هيوادونو راكډوال شوې وو، وسپارل شو. دا لوی غصب چې په پيل كې په ښارونو او كليو كې د بې دفاع خلكو په ډلوژنې او له خپلو كورونو ګاونډيو هيوادونو ته له شړل كيدو سره يو ځای و په تيرو شپيتو كلونو كې هماغه راز د دغه جنايتونو كتونكی دی چې نن هم روان دی.
دا د بشری ټولنې يوه ډيره لويه مسئله ده. صهيونسټ رژيم غاصب، سياسی او پوځی سرغنه و، په دغه موده كې له هیڅ جرم او جنايته ډډه نه ده كړې؛ د خلكو له وژلې، د هغوی د كورونو او پټيو له ورانولو ، د ښځو ، سړو او ماشومانو له نيولو او ځورولو نيولې ،بياد دغه ولس تر حقارت او د هغوی كرامت ته تر سپكاوی پورې او د صهيونسټ رژيم په حرامخورې خیټې كې دهغه د هضمولو او نابودولو او د ناپييلو د غورځنګ د شپاړسمې سرمشريزې د بياناتو تر چورليزونو، او او پّ خپله په فلسطين او ګاونډيو هيوادونو كې چې په ميليونو كډوال پكې پراته دی د هغوی په كيمپونو تر حملو پورې. د صبرا، شتيلا، قانا او دير ياسين نومونه او داسې نور د فلسطين د مظلومو خلكو په وينې سره زمونږ د سيمې په تاريخ كې ليكل شوې دی.
اوس د پينځو شپيتو كلونو له تيريدو وروسته لا هم همدا جنايتونه په نيواكی فلسطين كې له پاتې كسانو سره د صهيونسټو وحشيانو او ليوانو په كړچار كې ليدل كیږی. هغوی پرله پسې نوې جرمونه او جنايتونه كوی. او سيمه له نوې بحران سره مخامخوی. داسې ډيره كمه ورځه به وی چې د فلسطينيو ځوانانو د وژلې ، ژوبلې او نيونې خبرونه رانه شی
چې د خپل وطن او عزت د دفاع لپاره پاڅيدلې او د خپلو كروندو او كورونو په ورانيدلو اعتراض كوی. صيهونسټ رژيم چې د غميزناكو جنګونو په جوړولو او د عربی ټاټوبو په نيولو او په سيمه او نړۍ كې د دولتی ترهه ګرۍ په برابرولو سره لسګونه كلونه كیږی چې ترور ، جنګ او شرارت یې روان كړی، د فلسطين ولس چې د خپلو حقه حقوقو د اخستلو لپاره پاڅيدلې او مبارزه كوی ، ترهه ګر نوموی او په صهيونزم پورې اړونده چينلونه او ډيرې لويدیځې او ايجنټې رسنۍ هم د اخلاقی او رسندويی ژمنتياؤپه چخڼی كولو سره دغه لوی دروغ تكراروی.
د بشری حقوقو مدعی سياسی سرغنو هم په دغه ټولو جنايتونو سترګې پتې كړې او په بې شرمۍ او بې پروایۍ سره دد غه بوږنوونكی رژيم ملاتړ كوی او دهغه د وكيل رول لوبوی. زمونږ خبره دا ده چې فلسطين د ټولو فلسطينيانو دی او د هغه د نيواك دوام يو لوی او نه زغمونكی ظلم او د نړيوالې سولې او امنيت لپاره ستر خطر دی.
هغه ټولې لارې چې لويدیځوالو او ورپورې پييلو كسانو د فلسطين د مسئلې دحل لپاره وړاندې او اجرا كړې دی، غلطې او ناكامې وې. او په راتلونكې كې به هم داسې وی مونږ يوه عادلانه او بشپړه ډيموكراټيكه حل لاره وړانديز كړې ده ټول فلسطينيان كه هغه اوس په فلسطين كې استوګن دی او كه نورو هيوادونو ته شړل شوې، او خپل فلسطينی هويت او شناخت یې ساتلی دی، كه مسلمان وی كه مسيحی او كه يهودی ، بايد په يوې عامې ټول پوښتنې كې په دقيق او ډاډمنې څارنې سره ، شركت وكړی او ددغه هيواد د سياسی نظام جوړښت دې انتخاب كړی. او ټول فلسطينيان چې كلونه كلونه كډوالی او كړاوونه یې زغملې دی خپل هيواد ته ستانه شی او په دې ټول پوښتنې او بيا د اساسی قانون په جوړولو او انتخاباتو كې برخه واخلی.
دغه وخت ده چې سوله به ټينګه شی. دلته غواړم امريكايی سياستوالو ته چې هميشه د صهوينسټ رژيم د مدافعو او ملاتړ په توګه په نړيوال ډګر كې ظاهر شوې ، څو نصحيتونه وكړم . دغه رژيم تر اوسه تاسو ته ډير سرخوږی جوړ كړې دی؛ ستاسو څيره یې په ولسونو كې كركجنه كړې او تاسو یې د غاصبو صهيونسټانو په جرم كې شريك معرفی كړې يئ؛ هغه مادی او معنوی تاوانونه چې په تيرو اوږدو كلونو كې له دې اړخه د امريكا په ولس او دولت تپل شوې، سرساموونكی دی. او احتمالا كه په راتلونكی كې هم دا چاره جاری پاتې شی ستاسو تاوانونه به نور هم درانه شی. راشئ او د ايران د اسلامی جمهوريت په وړانديز چې دټول پوښتنې په هكله دی فكر وكړئ. او په میړانه فيصلې سره ځانونه له دغه نه پرانستل كيدونكې غوټې خلاص كړئ. بې شكه د سيمې خلك او د نړۍ ټول پتيالی به د دغه كار هركلی وكړی. درنو ميلمنو! بيا لومړۍ خبرې ته راګرځم، د نړۍ نننی حالات ډير حساس دی او دنيا له يو ډير مهم تاريخی پيچومی د تيريدو په حال كې ده. هيله كیږی چې نوی نظم د زیږيدو په حال كې وی.
د ناپييلې غورځنګ هيوادونه كابو دنړيوالې ټولنې په دريو كې دوه برخې غړی جوړوی او كولی شی د راتلونكی په انځورولو او جوړولو كې مهم رول ولوبوی په تهران كې د دغه لویې غونډې جوړيدل هم په خپله يوه با معنا پیښه ده چې بايد په محاسباتو كې ورته پام وشی. مونږ د دغه غورځنګ غړی د خپلو پراخو امكاناتو او وړتياوو په زياتولو او شريكولو سره كولی شو له ناامنۍ ، جنګ او سلطه غوښتنې د نړۍ په ازادولو كې تاريخی او پاتيدونكی رول ولوبوو.
دا هدف يوازې له يو بل سره د هر اړخيزې ملګرتيا له لارې حاصليدلی شی. په مونږ كې ډير شتمن او د نړيوال نفوذ لرونكی هيوادونه شته دی ، زمونږ دستونزو علاج په اقتصادی او رسندوييی ملګرتياوو او د پر مخ بيوونكو او لوړو تجربو په انتقال سره ممكن ديه. مونږ بايد خپل هوډ مزبوت كړو، هدفونو ته وفاداره ووسو، د زورورو هيوادونو له تندی تريوولو ونه ويریږو او په مسكا یې ونه غولیږو.، الهی اراده او د خلقت قوانين خپل ملاتړې وګڼو،؛ په تيرو دوو لسيزو كې د كميونسټی كيمپ ماتې او دم ګړۍ د لويدیځ په تش په نامه ليبرل ډيموكراسۍ د سياستونو ماتې چې نښې یې د امريكا او اروپا په سړكونو او د دغه هيواد د اقتصاد په نه پرانستل كيدو غوټو كې ګورو، دغو ټولو ته د عبرت په سترګه وګورو. او اخر دا چې د افريقا په شمال كې د صهيونسټ رژيم د ملګرو او په امريكا پورې د پييلو ديكتاتورانو نسكوريدا، او د سيمې په هيوادونو كې اسلامی بيداری لوی فرصت وګڼو . مونږ په نړيوال مديريت كې « د ناپييلې غورځنګ د سياسی استفادې» په لوړولو فكر وكړو؛ كولی شو په دغه مديريت كې د بدلون لپاره يو تاريخی سند جوړ كړو او دهغې اجرايی وسايل برابر كړو؛ كولی شو د اغيزمنو اقتصادی ملګرتياوو په لور حركت برابر كړو او په خپل مينځ كې د كلتوری ارتباطاتو بيلګې تعريف كاندو. بې له شكه د دغه تشكيلاتو لپاره د فعالې او با انګيزه دارالانشاء جوړول كولی شی دغو لويو او اغيزمنو مقصدونو ته په رسيدلو كې له مونږ سره مرسته وكړی.
مننه
1088072
captcha