IQNA

يونېسكو په لېبيا كښې د مقدس او تاريخی ځايونو د ورانولو د بندېدو غوښتنه وكړه

20:37 - August 30, 2012
د خبر لمبر: 2401876
نړيواله ډله: د ملګرو ملتو د زدكړې، علمی او ثقافتی تنظيم UNESCOعمومی سېكتر په لېبيا كښې د تاريخ او مقدسو ځايونو د ورانولو د اودرولو غوښتنه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د يونېسكو عمومی سېكتر ايرينا بوكووا په لېبيا كښې د وسله والو تندلارو او دهشتګردو په لاسو د صوفيه علماؤ تاريخی او مقدس ځايونو د ورانولو د مخنيوی غوښتنه وكړه.
ايرينا بوكوواد لېبيا په زليتنړ ، مصراته او طرابلس كښې د دينی عالمانو او اولياؤ د مزارونو په ورانولو باندې خپله سخته اندېښنه څرګنده كړه.
مذهبی شدت پسندو د تېرې شورو په ورځ د وږی د مياشتې په په څلورمه نېټه د طرابلس په ١٦٠ كېلومټرۍ كښې په زليتن ښار كښې د مشهور صوفی عالم او ولی الله شېخ عبدالسلام الاسمر مزار چې له نولمسې هجری پېړۍ سره متعلق ؤ مزار مبارك په بولډوزورو سره ويجاړ كړ او حتی د هغۀ قبر یې هم وڅپړدۀ. اود حضرت شېخ عبدالسلام الاسمر دينی مدرسه او كتابتون هم ړنګ كړل او كتابونه او نور تاريخی او قيمتی اثار یې وتښتول.
له دې مخكښې د لېبيا په پائېتخت طرابلس كښې د ((الشعاب الدهمانی)) ولی د مزار يوه برخه ويجاړه كړه. دغه ځاے د طرابلس د زياترو مسلمانانو زيارتګاه وه او د قران د تلاوت، نوافلو او دعاګانو مركز ؤ
1087692
captcha