د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې په تيونس كښې د ايران د كلتوری مركز مشر صادق رمضانی ګل افزائی وويل: دتيونس د قرانی سياليو د قرائت په څانګه كښې د ايران نمائنده حسن دانش له لوړرتبه او نړيوالو قاريانو څخه دے خود اوقافو او خېريه چارو د ادارې د زياتو كوششونو او د تيونس د مذهبی چارو د وزارت لخوا د ټېكټ د لېږلو باوجود د ټول قران شريف د حفظ په څانګه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت نمائنده حسن سليمانی د نه اټكل شويو مشكلاتو په دليل د سياليو په دغه دوره كښې له ګډون څخه بې برخې پاتې شو.
1090279