IQNA

د خداے دګران رسول (ص) د سپكاوی په خلاف د اسلامی نړۍ راپارېدل د هر اړخيزې اسلامی بېدارۍ نښه ده

22:55 - September 15, 2012
د خبر لمبر: 2412039
سياسی ډله: د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د سپكاوی په خلاف د اسلامی نړۍ په يو هېړ پاڅون دا وښودله چې هغه څه چې په اسلامی نړۍ كښې د اسلامی بېدارۍ په توګه رامنځته شول يو دينی حكومت د رسېدو لاره پلې كوی نه د عربی سپرلی او نه د يوې انسانی بېدارۍ بلكې يو هر اړخيزه اسلامی بېداری او انقلاب دے.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د اسلامی مؤتلفه ګوند د خداے د ګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخۍ په غندلو ښكې د اسلامی بېدارۍ د عظيمې څپې په حقله يوه بيانيه جاری كړه چې په دا ډول ده:
اے د ايران اګاه خلقو!
د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د سپكاوی په خلاف د اسلامی نړۍ په يو هېړ پاڅون وښودله چې هغه څه چې په اسلامی نړۍ كښې د اسلامی بېدارۍ په توګه رامنځته شول يو دينی حكومت د رسېدو لاره پلې كوی نه د عربی سپرلی او نه د يوې انسانی بېدارۍ بلكې يو هر اړخيزه اسلامی بېداری او انقلاب دے.
نن د پېغبراكرم (ص) په شان كښې د ګستاخۍ د فتنې دكاملې مشرې په توګه د امريكې سفارتخانې د هغو قهرجنو مسلمانانو هدف ګرځېدلی دی چې دې ته تيار دی چې ځانونه د خداے په ګران رسول (ص) باندې قربان كړی.
د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) د پاك او مقدس ذات په شان كښې د امريكې د حكومت او صهيونېسټ رژيم شرمناك سپكاوی د خداے د تر ټولو وروستی ګران پېغمبر او استازی (ص) د ليوالو او عاشقانو زړونه او د هغوی پاك او رښتينی احساسات زخمی زخمی كړی دی.
هغه پاڅون چې په اسلامی نړۍ كښې رامنځته شوے دے غلی كېدونكے نۀ دے او د دغه څرګند سپكاوی د مرتكبو كسانو تر سزا او پښېمانۍ پورې به دوام ولری.
نن په مصر، لېبيا، سوډان، تيونس وغېره ملكونو كښې د امريكې سفارتخانې د ملتونو د قهر په اور كښې سوزیږی. په لېبيا كښې د امريكې سفير د سفارت له څو غړيو سره يوځاے وژل شو.هغه كسان چې فكر یې كوۀ لېبيا د نېټو په مرستې او د امريكې په ملاتړ سره د قذافی له ډېكټېټرۍ نه نجات وموند را دې شی او د خپلې شنیې نتيجه دې په خپلو سترګو وګوری.
نن په لېبيا كښې دامريكې د سفير جنازه د دغو شناندو په لاسو كښې پاتې ده. مګر ايا د لېبيا خلق د يو ميليون قرانی حافظانو په لرلو سره د خداے دګران رسول (ص) د سپكاوی اجازه وركولې شی؟ مګر ايا د نړۍ خلق د بيان د ازادۍ په بهانه اجازه وركولې شی چې امريكايان دې د اسلامی مقدساتو او له يو ميليارډ نه د زياتو مسلمانانو د اعتقاداتو سپكاوی وكړی؟
نن د ايران اسلامی جمهوريت ، سيمه او نړۍ په يو هیړ او يو اواز سره د امريكې او نړيوال صهيونېز د ظلمونو او سپكاويو په خلاف د اور په لمبو بدل شوی دی او دغه د اور لمبې به هیڅكله خاموشې نۀ شی.
د اسلامی مؤتلفه ګوند د نړيوال استكبار په خلاف د نړۍ د مسلمانانو د پاڅون په قدرونې سره د خداے د ګران رسول (ص) په خلاف د سپكاوی شرمناك او بد عمل غندی او د تر اخېری سلګۍ پورې به د دغه ستر ظلم په خلاف ټينګ اودریږی.
د اسلامی مؤتلفه ګوند
25/06/91
1098527
captcha