IQNA

ايت الله خامنه ای: پوځی قابليتونو ته د ايران د پوځ رسيدل ډير ضروری دی

16:53 - September 18, 2012
د خبر لمبر: 2414542
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د ټولو قواو قوماندان په ايران د هر ډول تيری د مخه د نيولو لپاره پوځی قابليتونو ته د ايران د اسلامی جمهوريت د وسله والو ځواكونو رسيدل ضروری وبلل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د ايران په شمال كښې په نوشهر كښې د اسلامی جمهوريت د پوځ د برياو د نندارتون د چارواكو او د پوځ د قوماندانو په ټول كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ په پرمختګونو خوښې څرګندولو سره ټينګار وكړ د ايران د اسلامی جمهوريت وسله واله ځواكونه بايد داسې قابليتونو ته ورسیږی چې هیڅ څوك ونشی كولای د ايران د ملت او هيواد په پياوړی قلعه تيری وكړی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د علم او عمل يو ځاې كيدل د كارونو د سم تر سره كيدا او د هدفونو د تحقق تر ټولو مهم عامل وباله او هغه حضرت د ايران وسله والو ځواكونه دغه اساسی عامل ته كاملې توجه ته وروبلل.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای دعلم او عمل لوړ مقام او د دغو دوو عاملانو د يو ځاې كيدا د ضرورت په باره كښې د اسلامی معارفو بيا بيا سپارښتنو ته په اشارې سره وويل هماغه ډول چې له تيرو كلونو څخه ټينګار شوی دی په وسله والو ځواكونو كښې د علمی او زده كړې مركزونه بايد په پرله پسې ډول وده او پرمختګ وكړی. دايران د ټولو قواو مشر د اسلامی جمهوريت له ایډيالونو او هدفونو سره متناسب او پياوړی وسله وال ځواكونه د ايران د وسله والو ځواكونو اوږد مهاله هدف وباله او زياته یې كړه د ايران د اسلامی نظام ایډيالونه پراخ بنسټه او ټولې بشری ټولنې ته اړونده دی چې البته د دغو ایډيالونو د تحقق لپاره د يوه هيواد او ملت په حيثيت تيری جايز نه دی.
نويو ټيكنالوژيو ته پام، د تجهيزاتو جوړول، د پرزو د جوړولو د غورځنګ ګړندی كول، د نويو علمی ښكارندو رامينځته كول او نوی كول، له تجربه لرونكو استادانو استفاده كول، له پوهنتون او علمی مركزونو سره د ملګرتيا زياتول او معنويت ته جدی پام د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ قوماندانانو ته د اسلامی انقلاب د ستر لارښود نورې سپارښتنې وې.
1101531
captcha