IQNA

ايت الله خامنه ای: دښمنان د مسلمانانو د كمزرولو په هدف، د اسلامی امت د اتحاد مخنيوی كوی

13:43 - October 25, 2012
د خبر لمبر: 2437699
سياسی ډله: دښمنانو د اسلامی فرقو تر منیځ فتنواچونې ته مخه كړې او له شيعه او سنی څخه د ويرولو په دسيسې سره د اسلامی امت د اتحاد او يووالی مخنيوی كوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د حج په مناسبت د نړۍ د حاجيانو په نامه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د پيغام بشپړ متن په پښتو ژباړه ستاسو وړاندې كوو)
بسم الله الرحمن الرحيم.
الحمد لله رب العالمين و صلوات الله و سلامه علی الرسول الاعظم الامين و علی آله المطهرين المنتجبين . و صحبه الميامين.
له بركت او رحمت ډك د حج موسم راورسيد او يو ځل بيا هغه نيكمرغه كسان چې په نورانی ميعاد كې یې د حاضريدو شرف لاسته راوړی ، له الهی فيضه خړوبیږی.
دلته زمان او مكان ، هر يو حاجی د خپل معنوی او مادی ژوند لوړاوی ته بلی. دلته هر مسلمان سړی او ښځه، په زړه او هم په ژبه د صلاح او ژغورنې په لور د لوی خدای بلنې ته لبيك وايی.
دلته هر يو كس فرصت مومی چې د ورورۍ ، يو رنګۍ او پرهيزګارۍ مشق و كړی. دا د د ښوونې او روزنې كيمپ دی؛د اسلامی امت د يووالی ، ستر والی او ډول ډول والی نندارتون دی. ؛ له شيطان او طاغوت سره د مقابلې ځای دی. حكيم او قدير خدای دا داسې ځای ګرځولې چې مومنان به پكې خپلې ګټې ووينی. كه مونږ د عقل او عبرت سترګې پرانيزو دا اسمانی وعده زمونږ د ټولنيز او وګړنيز ژوند په ټولو اړخونو كې صادقیږی.
د حج د شعايرو ځانګړتيا د دنيا او اخرت او د وګړی او ټولنې سره اخښل دی. خالصه او پرتمينه كعبه، په يو ابدی او كلك چورليز د جسمونو اوزړونو طواف، د يو پيل او پای تر مينځ منظم او دوامداره هاند، د عرفات او مشعر ډګرونو ته په ګډه كوچ او هغه ماحول او فضا چې زړونو ته په دغه لوی محشر كې تاندوالی وربخښی؛ د شيطان له بيلګو سره د مقابلې لپاره د ټولو هڅه، او له هر ځای ، هر رنګه او هر ډول كسانو په يو ځای ګام پورته كول، دا ټولې دستورې چې له رازونو، معناګانو او د هدايت له نښو ډكې دی د دغه معنا دارې او محتوا دارې دندې خاصې ځانګړتياوې دی.
دغه شان دستورې دی چې هم زړونه د خدای له ذكر پيوندیږی. او هم د انسان د زړه خلوت د تقوا او ايمان په نور رڼا كوی. هم انسان د ځان منمۍ له حصاره راوباسی او د اسلامی امت په متنوعې غونډې كې یې شاملوی؛ هم د پرهيزګارۍ جامه چې دګناه له زهرجنو غشيو د انسان د روح زغره ده وراغوندی.، هم په شيطانانو او ظاغوتيانو د يرغل روحيه په هغه كې پيدا كوی.؛ دلته ده چې حاجی، هم د اسلامی امت د پراختيا يوه بيلګه د سر په سترګو وينی او په وړتياوو اوسونو یې پوهیږی او هم راتلونكی ته هيله منیږی.؛ او هم پكې د رول لوبولو لپاره ځان تيار محسوسوی؛ او هم كه د خدای توفيق او مرسته ورسره مله شی له عظيم الشان پيغمبر سره بيعت تازه كوی او له عزتمن اسلام سره كلك تړون كوی او د خپل ځان او امت د اصلاح او د اسلام د سرلوړۍ لپاره په ځان كې اوسپنيز هوډ پيدا كوی.
دا دواړه يعنې د ځان اصلاح او د امت اصلاح، نه ختميدونكې فريضې دی او لارې چارې یې د تدبر او تامل د خاوندانو لپاره په دينی دندو كې په ځيرتيا او له بصيرت او عقله په كار اخستلو سره، ګرانې نه دی. د ځان اصلاح له شيطانی هوسونو سره له مبارزې او له ګناه د ډډه كولو په كوشش سره پيل كیږی، او د امت اصلاح د دښمن او د هغه د نقشو او چلولونو په پيژندلو، د هغه د چلونو، ګوزارونو او تربګنيو د شنډولو لپاره په هڅو، او هاله بيا د ټولو مسلمانانو او مسلمانو ولسونو د زړونو، لاسونو او ژبو په پيوند سره حاصلیږی.
د وخت په دې ټپال كې، د اسلامی نړۍ هغه لويه مسئله چې د اسلامی امت له برخليك سره ګنډلې ده، د افريقا په شمال او په جزيرة العرب كې انقلابی پیښې دی چې تر اوسه پكې څو فاسد او د امريكا تابع او د صهيونزم ملګری رژيمونه نسكور شوې او دغه شان نور رژيمونه یې په لړزا كړې دی. كه مسلمانان دغه لوی فرصت له لاسه وركړی او له هغه د اسلامی امت د اصلاح په لاره كې كار وانه خلی، لوی تاوان به یې كړی وی. اوس د دغه لويو اسلامی حركتونو د بې لارې كولو لپاره د تيری ګر او مداخله ګر استكبار ټول زيار په كار اچول شوی دی.
په دغو لويو پاڅونونو كې مسلمان سړی او ښځې د واكمنانو د ظلم او د امريكا د واكوالۍ په خلاف چې د ولسونو د سپكاوی او ذلت، او له جنايتكار صهيونسټ رژيم سره د هم تړونۍ لامل شوې وو، پاڅيدلې دی. دوی د مرګ او ژوند په دغه مبارزه كې د خپلې ژغورنې عامل اسلام او دهغه ژغورونكې تعليمات او شعارونه وګڼل او دا یې په لوړ غږ ټولو ته ورسول. د فلسطين له مظلوم ولسه دفاع او له غاصب رژيم سره مبارزه یې دخپلو غوښتنو سرټكی وګرځول. د مسلمانو امتونو په لور یې د دوستۍ لاسونه وغځول او د اسلامی امت د اتحاد غوښتنه یې وكړه. دا په هغو هيوادونو كې د ولسی پاڅونونو اساسی ستنې دی چې په وروستيو دوو كلونو كې یې د ازادۍ او اصلاح بيرغ رپولی او په خپل ټول وجود سره د انقلاب ډګر ته راوتې دی . او هم دا دی چې د لوی اسلامی امت د اصلاح اساسی ستنې ټينګولی شی. د دغه اساسی آرمانونو په سر ټينګ ودريدل، په دغو هيوادونو كې د ولسی پاڅونونو د اخری كاميابۍ لازم شرط دی.
دښمن په دې پسې دی چې همدغه اصلی ستنې ولړزوی . د امريكا او ناټو او صهيونزم فاسد ګوډاګی له ځينو غفلتونو او سطحی نظرونو په استفادې سره هڅه كوی د مسلمانو ځوانانو سيلابی حركت بې لارې كړی او هغوی د اسلام په نامه په يو بل ورواچوی. او استعماری ضد او صهيونسټ مخالفه جهاد د اسلامی نړۍ په كوڅو او واټونو كې په ړندې ترهه ګرۍ بدل كړی.، چې د مسلمانانو وينه د يو بل په لاس په ځمكه توی شی او د اسلام دښمنان له بندون او مشكله راووځی او اسلام او مجاهدان یې بدنامه او بدرنګه وبریښی. هغوی د اسلام او اسلامی شعارونو په ختمولو كې له نهيلۍ وروسته اوس د اسلامی فرقو تر مينځ فتنه جوړولو ته مخه كړې او له شيعه او سنی د يو بل د ويرولو په دسيسې سره د اسلامی امت د اتحاد په لاره كې خنډونه جوړوی. هغوی په سيمه كې د خپلو ډوډی خورو په مرسته په سوریې كې لانجه جوړوی چې د ولسونو ذهنونه دخپلو هيوادونو له مهمو مسئلو او هغو خطرو چې ورته په كمين كې غلې دی ، وغړوی او هغه خونړۍ لوبې ته یې چې په خپله یې جوړه كړې، واوړی. په سوریې كې داخلی جنګ او د يو بل په لاس د مسلمانو ځوانانو وژله هغه جنايت دی چې د امريكا او صهيونزم او دهغوی د تابعو دولتونو په وسيله پيل شوې او پوكې وركول كیږی. څوك باور كولی شی چې په مصر ، تيونس او ليبيا كې د ديكتاتورانو ملاتړی دولتونه اوس د سوریې د ولس د ولسواكۍ غوښتنې پلويان شوې دی؟
د سوریې كيسه له هغه حكومته د غچ اخستلو لوبه ده چې درې لسيزې په يوازې سر دغاصبو صهيونسټانو په وړاندې ودريده او په فلسطين او لبنان كې یې د مقاومت له ډلو دفاع كړې ده . مونږ د سوریې د ولس پلويان او په دغه هيواد كې د هرې بهرنۍ لاسوهنې او لمسونې مخالف يوو. په دغه هيواد كې هر ډول سماوی بايد په خپله د ولس په لاس او پوره په ملی طريقو سره وشی. دا چې نړيوال سلطه غواړی په سيمه كې د خپلو لاس پوڅو دولتونو په مرسته په يو هيواد كې په مختلفو پلمو شخړې جوړوی او بيا د بحران د شتون په پلمه په هغه هيواد كې د ځان لپاره هر ډول جنايت روا ګڼی ، يو لوی خطر دی چې كه د سيمې دولتونه ورته پام ونه كړی بايد له دغه استكباری چله د خپل لمبر رارسيدلو ته په تمه اوسی. ای زما وروڼو او خويندو! د حج ورځې د اسلامی نړۍ په لويو پیښو كې د ژور فكر او سوچ ورځې دی .
د سيمې د انقلابونو برخليك او هغه هڅې چې له دغو انقلابونو زخم خوړلو قدرتونو د هغو د بې لارې كولو لپاره روانې كړی په ټولو فكر پكار دی. د مسلمانانو په مينځ كې د اختلاف اچولو لپاره خائنانه هڅې او د ايران د اسلامی جمهوريت او د تازه راپاڅيدلو هيوادونو په مينځ كې د بدګمانيو جوړول، د فلسطين مسئله، د مبارزانو د څنډې ته كولو او د فلسطينی جهاد د غلې كولو كوششونه، د لويدیځو دولتونو اسلام مخالفه تبليغات او د لوی پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم په پاك شان كې له سپكاوی كوونكوی څخه د هغوی ملاتړ؛ د كورنيو جنګونو او د مسلمانو هيوادونو د ويشلو لپاره زمينه جوړول، له لويدیځو سلطه غواړو سره له مقابلې د د انقلابی ولسونو او دولتونو ويرول او د دې وهم او خيال القاء كول چې د هغوی راتلونكی يوازې د دغو تيری ګرو په وړاندې په تسليميدو كې دی ... او داسې نور حياتی او مهم مسايل، په هغو مهمو قضاياوو كې شاملیږی چې د حج په فرصت او ستاسو حجيانود غږملتيا او يو زړه والی په سيوری كې ورباندې ژور فكر او غور وشی.
بيشكه د خدای هدايت او مرسته به د امن او سلامتيا لارې ، هڅاندو مومنانو ته وښيی. « والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا» والسلام عليكم و رحمة الله وبركاته .
سيد علی خامنه ای د ۱۳۹۱ كال د تلې د مياشتې ۳۰، د ۱۴۳۳ كال
د ذی الحجې پينځمه نیټه.
1126116
captcha