IQNA

احمدی نژاد: اسلام نړيوال دين او د ټول بشريت لپاره دے

17:10 - February 08, 2013
د خبر لمبر: 2493245
سياسی ډله: د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد وويل چې د اسلام نړيوال دين او د ټول بشريت لپاره دے ځكه چې په انسانيت كې هیڅ پوله شتون نه لری.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتی دفتر یې نقلوی چې د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر، ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د مصر په پلازمېنه، قاهره كې د اسلامی ملګرتيا سازمان په ۱۲مه سرمشريزه غونډه كې، د دې په بيانولو سره چې نن نړۍ او مينځنی ختیځ سيمه، د تاريخ په ترټولو خطرناك پړاو او سترو بدلونونو په درشل كې قرارلری، زياته یې كړه چې ډېرې سترې ننګونې او موكې په مخ كې پرتې دی او بايد ددې مهمو او برخليك ټاكونكو شرايطو لپاره، پلانونه وشی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر په اسلامی نړۍ كې د وحدت او يو زړه توب لپاره د هڅو پر اړتيا په ټينګار سره وويل چې اوسمهال وحدت د ملتونو او دولتونو لپاره ترټولو مهم اړتيا ده چې پر ګډوپياوړيو ټكيو په ټينګار سره ترلاسه كېږی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر همدارنګه زياته كړه چې پر قومی او مذهبی اختلافونو ټينګار چې فرعی او جزئی دی، وروڼه او خوندې به د خپلواكۍ، كرامت، عدالت او پرمختګ د اساسی حقوقو له پرځای كولو لرې كړی او هغه كسان چې په داډول اعمالو او چلندونو یې لاس پورې كړی دی او نور ورته هڅوی، د انسانيت دوستان نه دی.
د ايران د اجرايه قومې مشر په نړيوالو اړيكو كې د بې وزلۍ، توپير او سپكاوی واكمنېدو او د خپلواكو ملتونو د شتمنيو د پلان شوی چورتالان او د نړيوالۍ سلطه ګرۍ له خواد هغوی د پرمختګ مخنيوی د اسلامی هېوادونو ګډې ننګونې وبللې.
ښاغلی احمدی نژاد وويل چې په لسګونو او سلګونو كاله كېږی چې صهيونيسټانو او د امريكا او ددغه هېواد لويدیځو ملګرو واكمنانو چې هماغه پخوانی ښكيلاكګر دی، د خپلواكه هېوادونو له تعالی او پرمختګ سره یې مخالفت كړی دی.
ښاغلی احمدی نژاد د دې په بيانولو سره چې د بشری ټولنې د ستونزو اصلی برخه د ښكيلاكګرو ددښمنيو، لاسوهنو او سلطې له امله دی، ټينګار وكړ، په نړۍ كې هرچېرته چې ظلم، توپير او بې وزلی شته هلته د لويدیځوالو رول ښكاره دی، ځكه چې هغوی د خپلې سلطې او نفوذ لپاره هیڅ حد ته قانع نه دی او موخه یې په ټولو ټاټوبيو او ګټو بشپړه سلطه ده.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر هم دا رنګه زياته كړه چې له بده مرغه ډېری اسلامی حكومتونه، اوس ددښمنانو ځمكه كې لوبې كوی او د مسلمانانو ملتونو او دولتونو ترمنځ د كورنيو اختلافونو په سختيدا پسې دی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر وويل چې اسلامی دولتونه چې د دښمنانو په ځمكه كې لوبې كوی بايد له دې ځمكې ووځی او د عمل په نوښت او د خپلو ملتونو د قدرت په يوزړه توب سره، چې د خدای ج د قدرت ځلا ده، له دښمنانو څخه د عمل نوښت اوپر بشريت د تېری موكه واخلی.
1185174
captcha