IQNA

په تهران كې د ؛ مسلمان علماء او اسلامی ویښتيا؛ تر عنوان لاندې غونډه پيل شوه

20:51 - April 29, 2013
د خبر لمبر: 2525991
نړيواله ډله: د ايران د اسلامی ویښتيا د نړيوالې كمیټې مشر علی اكبر ولايتی وويل په دې دوه ورځنۍ غونډه كې د اسلامی نړۍ ۵۰۰ او د ايران ۲۰۰ عالمانو برخه ولری .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی ویښتيا د نړيوالې ټولنې مشر علی اكبر ولايتی غوڼدې ته په خپله وينا كې وويل د انقلابيانو په جمعه لومنځ اسلامی شعارونه او د مظاهرو پر مهال دينی سمبولونه په ډاګه كوی چې د دې خلكو لپآره تر هر څه ډير مهم اسلام او اسلامی شعاير دی .
نوموړی زياته كړه لودیځ او په لودیځ پورې تړلې رسنۍ هڅه كوی د سيمې په هيوادونو كې انقلابونو ته ملی او د آزادۍ غوښتنې د خوځښتونو رنګ وركړی نو له همدې مخې ېې عربی پسرلئ بولی خو شواهد ښيی چې دا خوځښتونه د اسلام د برم او عظمت د بيا احيا لپاره د ولسونو له خوا په لاره اچول شوی دی .
د غونډې يوه بل ګډونوال او د افغانستان جهادی شخصيت محمد آصف محسنی هم وويل د مسلمانانو يوالئ د استكبار او سلطه غواړو د دسيسو د ماتې لامل ګرځی او موږ نه بايد په دې برخه كې له زبرځواكو ويره ولرو .
هغه وويل اسلامی ویښتيا د ټولو مسئوليت دئ خو د دينی علماؤؤ مسئوليت تر ټولو ډير دی.
هغه په مشهد كې د ايران د اسلامی انقلاب وينا ته چې د سږ كال په نوروز كې ېې كړې وې هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه كه همدا وينا د نړۍ د مسلمانانوپه اذهانو كې پياوړې شی د دوښمن ټولې دسيسې به له منځه لاړې شی .
د غوندې مهم چورليزونه علماء او اسلامی ویښتيا ، فرصتونه او ستونځې ، فلسطين او مقاومت او مقدسات او مذهبی فتنې دی چې د غوندې ګډون وال به پرې بحث او د نظر تبادله وكړی .
د غونډې اجرايی منشی حجت الاسلام علی كريميان وويل د غونډې لپاره كابو ۷۰ كاری چورليزونه په نظر كې نيول شوی او د غونډې په پای كې به هم يوه بيانيه خپره شی .
د كريميان په وينا د دې غوڼدې په اړه كابو ۳۵۰ مقالې هم د اسلامی ویښتيا مركز ته استول شوې چې د ريسه پلاوی له خوا لوړې او مهمې مقالې ټاكل شوې او په دريو ژبو به د يوه كتاب په قالب كې هم چاپ شی .
د دې غونډې منشی هم دا راز د سورېې د بحران د حل په موخه د علماؤؤ د يوې كمیټې له جوړيدو په هركلی سره وويل كه د غونډې ګډون وال د سورېې د مسئلې د حل په موخه د تماس د ډلې د جوړيدو لپاره وړانديز وكړی له هغې به هركلئ وشی .
په دې اړه وروستئ خبر وايی چې د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصر الله هم په غونډه كې د ګډون په موخه نن تهران ته ورسيد .
نوموړې به په غونډه كې د ځانګړی ميلمه په توګه برخه لری او د ايران له لوړ پوړو چارواكو او د اسلامی ویښتيا د غوڼدې له يو شمير علماؤؤسره به هم وګوری .
غونډه سهار مهال د ايران د اسلامی انقلاب د لارښود حضرت آيت الله العظمی خامنه ايی په وينا پيل شوه.

1219859
captcha