د ايران د قرآن نړيوال خبری آژآنس (ايكنا) د يو راپور پراساس، حضرت آيت الله العظمی خامنه ای نن سهار د قرآن شريف د نړيوالو سياليو په ديرشم پړاو كې له ګډون كونكو قاريانو او استادانو سره په كتنې كې ، مسلمانانو ته د قرآن شريف له مهمو اوامرو،د يووالی ساتل وبلل ا و ټينګار یې وكړ، د قرآنی معارفو زده كول،سلامت،امنيت ، عزت ته د رسيدا او د قرآن كريم د تعاليمو په سيوری كې د مسلمانانو د ژوند د برابريدا زمينه ده .
هغوی له قرآن او دهغه له نيكرغه كونكو معارفو سره د مسلمانانو د زياتې آشنايی او مينې په اړتيا په ټينګار سره زياته كړه:مسلمانانو ته له قرآنی خطابونو ،د الهی چورليز په اساس يووالی،او نه بيليدل دی چې په مقابل كې یې،استعماری روزنه او ردې شته دی، چې د كار ايجنډا یې ، د مسلمانانو تر منځ اختلاف او د مذهبی تعصبونو سختول دی.
هغوی د ځينو اسلامی حكومتونو غوليدلو او د ښمن په ډګر كې یې لوبې ته په اشارې سره جوته كړه،دمسلمانانو تر منځ يووالی او اتفاق ،يوه چټكه فريضه ده .
د رهبرۍ ستر مقام،د ړندې ترهه ګرۍ وژلې او غميزې ،او دنيواګر صهيونست رژيم لپاره د فرصت رامنځته كيدل،د اسلامی امت تر منځ د تفرقې علت وباله او وې فرمايل:اوس د مسلمانانو او اسلامی حكومتونو لپاره دامتحان ورځ ده او اسلامی ملتونو بايد بشپړه هوښيار اوسی.
هغوی د اسلامی نړۍ په ضد لويدیځ اسلام ځپنې او د دښمنيو څپې ته په اشارې سره ټينګار وكړ،لويدیځ دښمنانو د مسلمانانو په خلاف توره تيره كړې ده له دې كبله اسلامی امت بايد خپل داخلی توان او قدرت پياوړی كړی، چې په ګډو ټكو ، يووالی یې مهم عوامل دی.
د رهبرۍ ستر مقام دې ته په اشارې سره چې اسلامی نړۍ اوس د قرآنی حقايقو تږې ده زياته كړه: د تيرو په خلاف چې د اسلامی نړۍ مشران ، د خپل آزادۍ غوښتنكې غږ د رسولو لپاره كمونيستی او سوسياليستی شعارونه وركول،اوس د اسلامی نړۍ له ختیځ تر لويدیځه،كه څوك وغواړی د عدالت،خپلواكۍ او آزادۍ او عزت شعار وركړی، نو قرآنی شعار وركوی.
1239341