IQNA

احمدی نژاد: قرآن شريف د ټول انسانيت لپاره لارښونكی آسمانی كتاب دی

5:57 - July 06, 2013
د خبر لمبر: 2556571
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد بیګا په تهران كې د قرآن كريم د يويشتم نړيوال نندارتون په پرانيستونكو دستورو كې قرآن كريم له ټول بشريت سره اړونده وباله او روښانه ئې كړه قرآن كريم د ټول بشريت لپاره يو لارښونكی آسمانی كتاب دی
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يور راپور پراساس، ډاكټر احمدی نژاد كمال ته دانسان رسيدا دقرآن كريم او امام دوه عنصر دحقيقی لارښود په توګه وبلل هغه ددې خبرې په كولو سره چې بايد پام ولرو چې قرآن كريم او امام دټول بشريت لپاره دی وويل قرآن عترت او پيغمر راغلل څو دتعصب ، سلطه غوښتنې او دانسانانو دجلا كولو پلمې له انسانه ليرې كړی ،ځكه چې قرآن مجيد دټول انسانانو د هدايت كتاب دی او بايد خيال وكړو چې د قرآن او امام په معرفی كولو كې حقيقت بيان كړو
د قرآن كريم يويشتم نړيوال نندارتون د روژې د مباركې مياشتې په درشل كې پرون ناوخته په تهران كې د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه په سترې مصلا كې پرانيستل شو او له ننه به د عامو خلكو لپاره تر يوې اونۍ پورې دوام ولری.
1252741
captcha