IQNA

په هند کښې حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم او نړیواله سوله نندارتون پیل شو

9:02 - December 08, 2014
د خبر لمبر: 2616267
نړیواله ډله: د هندوستان اوتارپردش ایالت ګوراکپور ښار کښې دری ورځې د سیرة النبی صلی الله علیه وآله وسلم په حقله د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم او نړیواله سوله په موضوع سره پیل شو.


په هند کښې حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم او نړیواله سوله نندارتون پیل شو

نړیواله ډله: د هندوستان اوتارپردش ایالت ګوراکپور ښار کښې دری ورځې د سیرة النبی صلی الله علیه وآله وسلم په حقله د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم او نړیواله سوله په موضوع سره پیل شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) د «Two Circles» خبر ویب پاڼه نه په نقل، د هند علیګر اسلامی پوهنتون استاد شکیل صمدانی دې نندارتون کښې ؤ ویل: په غربی رسنۍ کښې چې کوم تصویر د مسلمانانو او اسلام نه وړاندې کېږی، د دغه له سببه ځینې دا فکر کوی چې اسلام د تاوتریخوالی مذهب دی.

هغه زیاته کړه: غربی رسنۍ د اسلام او حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم سره چې د سولې، صبر او د ګډ سوله ییژ ژوند پیغام ورکوونکې دی هیڅ ربطه نه لری.

صمدانی ؤ ویل: پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم به په عدالت او روزنې تاکید کولو او خپل ژوند یی هم  د عدالت یوه نمونه وه.

هغه تاکید وکړو: که مونږ هغه خلکو ته سترګی واړه وو چې کوم خلکو کې پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ژوند کوو، نو مونږ به د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم خدمت چې هغه د بشریت کړی پوهه شو.

د هند دې مسلمان استاد په دې نندارتون کښې شرکت کوونکو نه غوښتنه وکړه چې خپل ژوند د محمد صلی الله علیه و اله وسلم د ښودنو په رڼا کښې تېره کړی او خپل وخت او قوت هم په دې کار کښې تېر کړی.

هغه همدارنګه د مذهبونو تر منځه فرق کولو نه پرهېز کولو او مسلمانانو کښې په یووالی او اتحاد باندې زور وکړو.

دا نندارتون د آذر میاشته ۱۱ نه تر ۱۳ پوری د ګواکپور اسلامی پوهنتون کښې پیل شو.

http://www.iqna.ir/fa/News/2615564

captcha