قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د ترکی شیعیانو اطلاع رسوونکې ویب پاڼه نه په نقل، د انځورونو نندارتون کښې د داعش په مقابله کښې د عراق د خلکو مقاومت په انځور کښې بیان کړی، دا نندارتون د ترکی شیعیانو زینبیه غورځنګ سره تړلی د ځوانانو مرکز کښې پیل شوی.
دا نندارتون له دې قبله چې د ترهګری ډلې داعش سره مقابله د شیعه او سنی خلکو سره مشترک مقاومت او مجهادت په انځورونو کښې ښودلې شوی د ترکی له خلکو ستر استقبال سره مخامخ شوی.
ابوصلاح مهدی چې د دې انځورونو جوړوونکې دې د ترکی شیعیانو اطلاع رسوونکې ویب پاڼه سره مرکه کښې څرګنده کړه: له هر څه نه مخکې پکار دې دا خبره څرګنده کړم چې د عراق خلک که شیعه دې او که سنی سره مشترک له داعش په خلاف جنګېږی، په دې جنګ کښې کم عمره کسان هم ګډون لری، ځواکونه د یو ښار نه پسې بل ښار د داعش له لاسونو ازاده وی، او زمونږ ترمنځه هیڅ مذهبی اختلاف وجود نه لری.
زه پخپله د ترکی شیعیانو د زینبیه غورځنګ مشر «صلاحالدین اوزگوندوز»، او د نورو هغه غورځنګونو نه چې له دې سره اړوند لرې ترې مننه کوم چې د دې نندارتون فرصت یی زما اختیار کښې راکړو.
ویلې کېږی چې «صلاحالدین اوزگوندوز» هم له دې نندارتون کتنه کړی.
2982034