IQNA

د کویت جایزه قرآنی نړیواله مقابله کښې د ایرانی غړو مقابله

10:39 - April 07, 2015
د خبر لمبر: 3102191
نړیواله ډله: پیمان ایازی د ټول قرآن حفظ برخه کښې د ایران غړی، حمید رضا عباسی د جمهور اسلامی ایران د تلاوت په برخه کښې د کویت جایزه قرآن نړیواله مقابلو شپږمه دوره کښې مقابلې وکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د برېښنایی ورځپاڼې البشری نه په نقل، د کویت جایزه نړیواله قرآنی مقابلو شپږمه دوره کښې چې د ۱۲ فروردین نه شروع شوی پرون د کویت الفروانیه سیمې کروان بلازا هوټل کښې ادامه ورکړه چې په کښې د ټول قرآن حفظ او تلاوت برخه کښې د ایران غړو مقابله وکړه.

د کویت قرآنی نړیواله مقابلو کښې پرون دوه ناستې پیل شوی چې په دویمه ناسته کښې د ټول قرآن حفظ برخه کښې د حفص له عاصم په روایت د ایران پیمان ایازی، د قرقیزستان اکبر علی عبدالله، د روس برهاتوف زکریا بن رضا، د تاجیکستان خالق اف لطف الله، د سوډان محمد عبدالله آدم او د پاکستان حافظ محمد عمر ترمنځه مقابلې پیل شوی.

په دویمه ناسته کښې پرون همدارنګه د تلاوت برخه کښې د ایران حمید رضا عباسی، د تاجیکستان صمداف اسلام الدین، د روس اصحاب اف واحیتا این زائیدی، د قرقیزستان رحمان اف خورشید او د پاکستان قاری شاهد زمان بن قادر خان ترمنځه مقابله پیل شوه.

د قرائت په برخه کښې لسیزه متواتر طریقې «شاطبیه» او «دره» کښې، عبدالرحمان محمد ابراهیم ابوبکر له سوډان سره مقابله وکړه.

همدارنګه پرون په ړومبۍ ناسته کښې د ټول قرآن حفظ کولو برخه کښې د حفص له عاصم په روایت د مصر محمد شعبان، د عمان ابراهیم بن عیسی، د سنګال حمزه محمد احمد، د هند ابوبکر علی موسلیار، د ساحل عاج سنغاری خالد سره مقابله وکړه.

پرون په ړومبۍ ناسته کښې د تلاوت برخه کښې د مصر ماهر الفرماوی، د ساحل عاج سمارو مصطفی بن الحسن، د هند نه باسط محیی الدین کونجی او د عمان راشد الذیابی ترمنځه مقابله شوی.

حمید رضا عباسی د زنجان ښار کښې په ۱۳۵۵ کال زېږېدلې وو چې اوس په مشهد مقدس کښې اوسېدونکی دی، هغه په کال ۱۳۹۰ کښې د مالیزیا په قرآنی نړیواله مقابلو کښې  سره د دې چې هغه له مقابله کوونکو نه ښه وو د اذعان استادانو څلورم کس معرفی کړې وو.

پیمان ایازی د قائمشهر مازندران ښار کښې په ۱۳۶۹ کال زېږېدلی وو، هغه تر اوسه نړیواله مقابلو لپاره روس، الجزایر او تونس ته تلې دې او دې کال ۱۳۹۴ د کویت قرآنی نړیواله مقابلو ته تلې دی.



http://www.iqna.ir/fa/News/3089350

 

captcha