قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، کویټه کې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، دا مقابلې د لسیزه سباوون په مناسبت باندې پيل شوي.
د ایران کلتوری سازمان له اړخه دې مقابلو کې د ګډون لپاره کویټه کې مقدماتي مرحلې په دارالقرآن او مدرسو کې ترسره شوي.
د مقابلو اخیرنۍ مرحله کې د وتلې قاریان او حافظان له یو بل سره به مقابله کوي او په دې مرحله کې کویټه کې د ایران سرکنسول صادقي، د ایران کلتوری سازمان مشر سید ابوالفضل حسیني او د قرآن استادانو شتون لرلو.
ګډون کوونکو په دې مقابله کې د دواړه برخو د قرآن قرائت او حفظ کې له یو بل سره مقابله وکړه او په اخیره کې د هرې یوې برخې نه د ګټونکو په توګه انتخاب او معرفي شو.
د قرائت برخه کې خلیل الله اجتماعي، عبدالرحمان او قاری عبدالرزاق په ترتیب سره ړومبۍ نه تر دریم پورې مقام ترلاسه کړو او د حفظ په برخه کې محمد اسماعیل سعید، احسان الله حنفی او عبدالخالق رحیمی همدارنګه ړومبۍ نه تر دریم مقام ترلاسه کړو.
په اخیره کې د ایران کلتوری سازمان له اړخه د قرآن قرائت او حفظ برخو ګټونکو کې انعامونه تقسیم شول.
همدارنګه د ۲۲بهمن او د ایران اسلامی انقلاب نندارتون د بلوچستان کلتور آرټ نندارې سالون کې کویټه کې شروع شو.
دا نندارتون به تر درې ورځو ادامه لري.