قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «ایشین ریویو» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مالیزیا حکومت اعلان کړې، د دې هیواد د حلال خوراکونو محصولات په کال 2015 کې تر 10 میلیارد ډالرو رسېدلې چې دا د تېرو کلونو په نسبت په ۲ په سلو کې پرمختګ لرې.
د مالیزیا د صنعت او تجارت وزیر مصطفی محمد، کوالالمپور کې پيل کېدونکې د حلال تجارت کلیزه کې وویل: دې وخت مونږ د نړۍ حلال بازار محصولاتو کې یو ځانګړي موقعیت ترلاسه کولو لپاره کوښښ کوو.
د مالیزیا د صنعت او تجارت وزیر د وینا په رڼا کې دې وخت د نړۍ د حلال بازار د صنعت ارزښت تقریباْ د 8،4 تریلیون رینګیت دی او ۲۰ په سلو کې پرمختګ لري.
د نړۍ د ۲۹ هیوادونو څخه 520 نه زیات شرکتونه دې وخت خوراکي څيزونه جوړوونکې او د مالیزیا حلال نړیواله دیارلسم نندارتون خپل خدمات وړاندې کوونکې دي چې دا نندارتون د تر هفته پور پيل کېږي په کې شتون لري.