IQNA

حجت الاسلام اسلم رضوي څرګنده کړه؛

د شیعیانو ازمونی لپاره د امام صادق علیه السلام سپارښتنې

23:57 - August 04, 2016
د خبر لمبر: 3480140
نړیواله ډله: د هند حجت الاسلام و المسلمین اسلم رضوي، د دغه هیواد په پونا ښار په یو مراسمو کې وویل: امام صادق علیه السلام د شیعیانو په اړه ځانګړې سپارښتنې لرلې او فرمایلي دې هغه په درې ځایونو کې وازمېیي.
د شیعیانو ازمونی لپاره د امام صادق علیه السلام سپارښتنې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له هند نه په نقل، د امام صادق علیه السلام د شهادت کلیزې مراسم د هند ممبئی ښار کې د ایران کلتوري سازمان له اړخه د هند پونا ښار کې پیل شو.

حجت الاسلام اسلم په دې مراسمو کې چې د دین او د اهلبیت علیهم السلام عاشقان محصلانو په شتون سره پیل شو، څرګنده کړه: د امام صادق علیه السلام په وخت کې د مساعد شرطونه او فرصتونه رامنځته شوې وو تر دې چې امام په ستره توګه کلتوري غورځنګ او د اسلام غني او ګټور کلتور خپرولو سره دې اسمانې دین ته وده ورکړې.

هغه زیاته کړه: امام صادق علیه السلام د جعفري مذهب مشر په عنوان یو ژوره او پراخه اسلامی علمي حوزه جوړه کړه او اسلامی علمونه یی تدریس کول، په دې حوزه کې ۴زره کسانو د آل محمد صلی الله علیه آله علمونه نه ګټه ترلاسه کوله.

شیعیان درې ځایونو کې وازمېیي

د شیعه مبلغ د امام صادق علیه السلام یو حدیث ته تشریح ورکولو سره وویل: حضرت امام صادق علیه السلام د شیعیانو په اړه ځانګړې سپارښتنې لرلې او فرمایلي دې هغه په درې ځایونو کې وازمېیي، د لمونځ په وخت چې څرنګه له هغې نه حفاظت کوې، د امانتدارۍ اسرار نه څرنګه حفاظت کوې او خپل مال کې چې څرنګه خپل مال نه د ورڼو سره همدردې کوې.

هغه زیاته کړه: باید دقت وکړو چې امکان لرې ځنې خلک په عبادتونو لکه لمونځ او دعا کې ښه وې خو ولې د نورو د امانتدارۍ اسرار کې کمښت ولرې نو دا خلک دې یقیني پوهه شې چې د دې خلکو شیعه توب کې کمښت دې ځکه چې شیعیان د خپلو امامانو غوندې امانتې او د نورو پټ تر ځانه ساتې.

http://iqna.ir/fa/news/3519200


captcha