IQNA

د چین هوټلو له ځنې مسلمانانو قبلولو نه عذر

0:26 - August 31, 2016
د خبر لمبر: 3480177
نړیواله ډله: د چین پولیس د کونګ ژو ښار ارزان هوټلو ته دستور ورکړې چې له پنځه اسلامی هیوادونو مېلمانه قبول نکړې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Tribune خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د چین درې هوټلي چې ۲۳ډالر باندې شپه ورکوې، له رویترز سره مرکه کې یی دا مسئله څرګنده کړه.

هغوي اعلان کړې چې له مارچ لومړي میاشته نه یوه خبرتیاوې ترلاسه کړې چې په هغې کې ورته دستور ورکړې دې چې د پاکستان، شام، عراق، ترکی او افغانستان هیوادونو مېلمانه نه قبلوله وي.

هغه پنځه هیوادونه چې په تور لست کې شامل دې چې په وروستيو کلونو کې تروریستي بریدونه شوي دي او اوس هم امنیت نه لري.

د دغه هوټلو یو کارکوونکې وویل: د دې کار سبب نه یم خبر مونږ فقط په دستور عمل کوو.

داسې ښکاري چې دا خبرتیاوې یواځې ارزان هوټلو ته ورکړې شوي دي.

د هنګ کنګ مرنینګ پوسټ ورځپاڼې هم پرون یو مقاله خپره کړې وه چې په دې اړه یی وویل: داسې ښکارې چې دا خبرتیاوې د امنیت په سبب او د جي۲۰ اجلاس پيل کېدو نه یوه هفته وړاندې چې د هانګ ژو ښار نه په ۲۰ کیلو مېټره کې پیل کېږي ورکړې شوي.

لو کانګ د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان کړې چې د ګوانګ ژو ښار کې له دارنګه دستور په اړه خبر نه لرو، د ګوانګ ژو حکومت اطلاعاتو ادارې او د دغه ښار پولیس تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلې.

http://iqna.ir/fa/news/3525653


captcha