IQNA

د جاکارتا د والي قرآن خلاف اظهاراتو باندې اعتراض کوونکې مظاهرې ادامه لري

1:52 - December 03, 2016
د خبر لمبر: 3480293
نړیواله ډله: د اندونیزیا په زرګونو مسلمانان نن، ۱۲ اذر باندې څو ځله د جاکارتا د والي قرآن خلاف اظهاراتو باندې اعتراض کوونکې مظاهرې پیل کړي او اوس یی هم په جاکارتا مرکزي ښار کې د دغه ښار مسیحی والي له اړخه د قرآن او اسلام سپکاوې کولو باندې د هغه نیولو غوښتنه وکړه.
د جاکارتا د والي قرآن خلاف اظهاراتو باندې اعتراض کوونکې مظاهرې ادامه لري

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصراوي خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اندونیزیا په زرګونو مسلمانانو نن په څو ځله سره د جاکارتا ښار په میدان کې مظاهرې پیل کړي او د دغه ښار مسیحی والي له اړخه د قرآن او اسلام سپکاوې کولو باندې د هغه نیولو غوښتنه وکړه.

د جاکارتا مسیحی والي باسوکی تجاهاجا پورتاما، چې د اسلام او د قرآن سپکاوې کولو په سبب محاکمې سره مخامخ دي، خپل اظهاراتو کې ویلې وو: زما مخالفان د اندونیزیا د مختلفو سیمو والي جوړېدو انتخاباتو لپاره چې په راروان کال کې ترسره کېږي ماته ووټ اچولو نه منع کولو لپاره یی او زما د ګټې نه مخنیوي لپاره یی د قرآن کریم د آیتونو بهانه جوړه کړې ده.

د جاکارتا ښار پولیس د ځنې تاوتریخوالي پېښو او له هر قسمه غیر قانونی اقدام کولو مخنیوي لپاره ۲۲ زره امنیتي پولیس تعیین کړې وو.

د اعتراض دا مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې د جاکارتا دغه والی د قرآن په اړه د خپلو اظهاراتو په هکله د اندونیزیا له ټولو مسلمانانو او د مسلمانانو عالمانو شورا نه بښنه غوښتلي خو ولی د هغه دغه بښنې مسلمانان په ارام نکړل.

د جاکارتا مسیحی والي باسوکی تجاهاجا پورتاما، د اندونیزیا لومړي مسیحی والی دې چې له قوم نه چاینی دی او آهوک نوم سره یادېږي، او د داسې ولایت والی جوړ شوي چې اکثریت په کې د مسلمانانو دي.

http://iqna.ir/fa/news/3550221


captcha